ستراتیژیک پلان

1.پېژندنه

        د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ننګرهار پوهنتون او د لوړو زده کړو د محترم وزارت د ستراتيژيک پلان په پام کې نيولو سره خپلو علمي او تحقيقاتي فعاليتونو د سرته رسولو او خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره دغه ستراتيژيک پلان د راتلونکو پنځو کلنو (۱۳۹۶- - ۱۴۰۰)  لپاره ترتيب او تصويب کړی دی، چې په پلې کولو سره به يې پوهنځي وکولای شي چې خپلې ټاکلې موخه تر لاسه کړي، او هم د ننګرهار پوهنتون د ستراتيژيک پلان په تطبیق کې خپله ونډه تر سره کړي.

د حقوقو او سياسي پوهنځی د ننګرهار پوهنتون د ديارلس پوهنځيو د جملې څخه يو پوهنځی دی چې  د هېواد په ختیزه سیمه کې يواځينې حق دغه پوهنتون ته ورکړل شوی دی، دغه پوهنځی  په  ۱۳۷۲ کال کې د وخت د اړتیا په نظر کې نیولو سره رامنځته او تر دې مهاله پې شپږ ويشت  دورې پیاوړي علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي. یاد پوهنځی اوس مهال دوه څانګې  ۱ اداره او ديپلوماسي ۲ قضاء او څارنوالي څانګه لري چې دغه دوه څانګې بیا څلو ر ديپارتمنتونه (د عامه حقوقو ډيپارټمنټ، د خصوصي حقوقو ډيپارټمنټ، د جزا او جنائي علومو ډيپارټمنټ او د نړيوالو اړېکو  ډيپاټمنټ)  باندې مشتمل دی، چې اوس مهال په تشکيل کې ۲۲ تنه علمي کادر غړي لري، د يادو علمي کادرونو لخوا ۱۰۵۰ محصلینو ته علمي او اکاډمیک خدمتونه وړاندې کوي.

د حقوقو اوسياسي علوموپوهنځي اداره په دې هڅه کې ده چې د پوهنځي په ټولو علمي، اکاډمیکو او اداري برخو کې د اوسنۍ عصري نړۍ کاریدونکي علمي پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیو په پام کې نیولو سره  پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن (۱۳۹۶- - ۱۴۰۰) ستراتیژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.

          په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې حقوقو اوسياسي علوموپوهنځي خپل لیدلوري او اهدافو ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه ډول  په نظر کې نیولي دي. د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنځي ادارې له خوا د ستراتیژیک پراختیايي پلان جوړولو کمېټه ټاکل شوې، چې غړي یې له ټولو اړوندو څانګو څخه تعین شوي دي. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنځي علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.  دغه راز  ددې ستراتېژیک پلان په ترتیبولو کې د پوهنځي د تېرو ستراتیژیکو پراختیايي پلانونو، کلنيو راپورونو  او د پوهنځي ښکیلو خواوو (څانګو، استادان، محصلين، عدليي او قضايي اورکانونو او اداري او سياسي نهادونو  او نورو )  سره سلا مشورې شوې او د هغوي رغنده نظرونه په پام کې نیول شوي او د پوهنځي اداره يې بشپړ پلي کېدو ته ژمنه ده.

۲.لرلید (Vision)

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هوډ لري چې په حقوقي او سیاسي برخو کې د با کیفیته عملي او نظري تحصیلي خدمتونو او علمي تحقیقاتو په وړاندې کولو سره په ټولنه کې د عدلي، قضايي او سیاسي ستونزو د حل او د حقوقي او سیاسي پوهې د کچې د لوړولو لپاره هېواد او سیمې ته ژمن، مسلکي او نوښتګر علمي کادرونه وروزي.

۳.ماموریت (Mission)

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د هېواد په کچه د حقوقي او سیاسي علومو په برخه کې د معیاري نظري او عملي زده کړو او علمي څېړنو په برخه کې د یو مخکښ علمي کانون په توګه فعالیت کوي، هېواد او سیمې ته په حقوقي او سیاسي برخه کې د اغیزمنو خدمتونو وړاندې کولو په موخه علمي کادرونه روزي او په هېواد کې د قانون حاکمیت ته بنسټیز کار کوي.

 د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي خپل ليد لوري د ترلاسه کولو لپاره لاندې ماموريت ټاکلی:

  1. په عدليې او قضاء برخه کې د موجوده ستونزو څیړنه او حل لارې پيدا کول
  2. د داخلي او بهرني سياست او پاليسۍ د جوړولو لپاره د وړو مسلکي اشخاصو روزنه
  3. د ښې حکومتوالی په برخه کې د اړتياوو او بازار د غوښتنو پر بنسټ د علمي او تخصصي  معياري زده کړو لپاره    زمينه  برابرول.
  4. ټولنې ته د خدمت په موخه پر علم او تکنالوژۍ سنبال او د لوړو وړتياوو لرونکو او ژمنو کادرونو  وړاندې کول

۴. ارزښتونه

  1. ننګرهار پوهنتون،  د حقوقو او سياسي علوموپوهنځي لاندې ارزښتونو ته ژمن دی.
    • اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو
    • د خدمت لپاره ژمنتيا
    • نوښتګرو کارکوونکو ته د کار ژمنتيا
    • ښه حکومتولي تر سره کولو سره ژمنتيا
    • د چارو روڼتيا او حساب ورکول
    • د عدالت او برابرۍ تأمينول
    • چاپيريال ساتنه
    • په هر اړخيز پرمختګ کې پر نړېواله همکارې  باور
    • پر تخصص او مسلکيتوب باور درلودل

۵. حکومتولي

        پوهنځی  د رهبرۍ په راس کې د پوهنځي رئيس،  مرستیالان او امرين قرار لري. د دې تر څنګ، پوهنتون د عمومي کميټو د چتر لاندې مختلفې کمېټې لکه (د کیفیت تضمین، څیړنې، کریکولم، فرهنګي چاپېریال ساتنې، ستراتېژیک پلان جوړونې، نظم او ډسپلین، نشراتو، ازموینو، د برېښنایي زده کړو، او د بدني روزنې کميټه) چې ځانکړې کاري لایحې لري، رامنځته کړي. دغه چاره د پوهنځي د  اړونده چارې په معیاري او اکاډمیکه توګه پر مخ ولاړې شي. حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، څانګو او د کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د د پوهنځی  رئيس مرستیال او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي څو یقیني کړي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي. د پوهنځي ریاست په پام کې لري چې د لا اغېزمنتیا په پار نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي، نو دا بهیر تل څاري.

پوهنځی د خپلو ټولو کړنو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت، د ننګرهار پوهنتون او د هېواد نافذه قوانين، پاليسۍ، مقرري او لواېح رعايتوي. او ترڅنګ يې د راتلونکی لپاره د د لازمو برخو کې خپل وړانديزونه اړونده مراجعو ته ليږو. تر څو د لابهبود سبب وګرځي.

۱.۵. د رهبرۍ پروګرامونه

         د پوهنځی رییس، د څانګو امرين  او نور د کميټو اړوند مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنځي رئيس د رهبرۍ ظرفیت وړونې په موخه تل هڅې کوي. د نوموړې چارې د ترسراوي په موخه یې د اداري کاروونکو لپاره د ظرفیت لوړونې مدیریت رامنځته کړی چې ښه اداري روزنه وویني. د دې ترڅنګ، د هغه پروګرامونو څخه ګټه اخېستل چې  د پوهنتون مشرتابه لخوا د  ELCLC، ITCN، USWDP او د کار موندنې مرکز سره په همغږۍتر سره شوی. د  محصیلینو لپاره بېلابېل روزنیز ټریننګ کورسونه او ورکشاپونه او د عملي کار لپاره زمينه برابرول  چې د استادانو او محصیلینو وړتیاوې لوړې کړي. همدارنګه، د پوهنتون لخوا په نورو برخو کې د ټاکل شوو پروګرامونو لکه Active Citizen او نورو کې برخه اځېستل سربېره پر دې، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او د پوهنتون مشرتابه تل هڅه کړې چې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام (HEDP) څخه په اغېزمنه توګه د استادانو د ظرفیت جوړوني په برخه کې ګټه پورته کړي. د پوهنتون مشرتابه د چتر لاندې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ټول استادان او مسؤلین تشویقوي څو په ملي او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او تر راتګ وروسته خپلې تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي.  د یادې پروسې د څارنې او اغېزمنتیا په موخه د پوهنځي اداره د څارني(د کیفیت د تضمین کمېټه او تدريسي مديريت)  ځانګړي میکانیزمونه لري څو دا باوري کړي، چې د پوهنځي ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصیلین په اغېزمنه توګه د یادو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي.

۲.۵. مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي

        دا چې مالي، اداري او اکاډمیکې خپلواکۍ د روزنیزو ادارو اصل تشکلیلوي. د یادو چارو په برخه کې ننګرهار پوهنتون او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تل هڅه کوي چې اغېزمن مدیریت ترسره کړي. د لوړو زده کړو وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ پالیسي، چې د لوړو زده کړو وزارت په عالي شورا کې تائید شو ې ده، او په اړونده برخه کې منظوري د ننګرهار پوهنتون ته د اجراء لپاره رارسيدلې ده، د دغې مقررې پر بنسټ به ننګرهار پوهنتون وکولای شي د عایداتو امکانات تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه او مصرف کړي. د دغه قواعدو په چوکاټ کې حقوقو اوسياسي علومو پوهنځی خپلې کړنې برابری .

  1. پوهنتون د ټاکل شوو اصولو په رڼا کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د مالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسره کوي او خپل عوايد زياتوي:
  1. د  شپې برنامې چارو ته پراختیا ورکول
  2. د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Partners /Stakeholders) سره ګډې څېړنې
  3. د حقوقو او سياسي علومو برخه کې د نورو  ارګانون او نړيوالو ادارو څخه د پروژو له لارې د مرستو تر لاسه کول
  4. لنډ مهاله مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  5. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول

 

  1. پوهنځي د اکاډیميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کوي:
  1. د څېړنيزو برخو کې د نوو موضوعاتو په اړه څېړنې تر سره کول.
  2. د وخت، سیمې او ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیا سره سم په ښوونیز نصاب کې مثبت بدلون رامنځته کول
  3. د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول
  4. د کتابتون او کتابونو چاپ چارو ته پراختیا ورکول
  5. د تدریس د نویو میتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي او نړیواله کچه د ټریننګونو برابرول او برخه پکې اخستل.
  6. د برېښنایي زده کړو په برخه کې د پوهنتون د جوړ شو پلانونو سره توافق کول.
  7.  د پوهنځي د مسلکي او تخنیکي عملي پروګرامونو او پروژو په برابرولو کې رغنده ګامونه پورته کول
  8. د ننګرهار پوهنتون د شوو تفاهم ليکونو او تر څنګ د خپلو اړيکو پر بنسټ د نوو تفاهم ليکونو تر سره کول.
  9. د څېړنو چارو  ته سمون او پراختيا ورکول.

۳.۵. د فساد پر وړاندې مبارزه

         حقوقو اوسياسي علوموپوهنځی د چارو د بهبود لپاره د فساد مخنيوی ته لوړيتوب ورکوي. پوهنځی په پام کې لري چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد مخنیوي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د اداري فساد مخنیوي اړوند ټولنيز پوهاوی
  2. د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د مشرتابه تر سيوري لاندې د مقرراتو، لوایحو او قوانینو پلي کول او څارنه
  3. په پوهنځي کې د فساد اړوند مواردو معلومول او ورته حل لارې پیدا کول.
  4. د پوهنځي د اداري چارو څخه څارنه
  5. د مجازاتو او مکافاتو د اصل رایجول او پلي کول
  6. د هر ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی کول
  7. د پوهنځي د علمي کادر غړيو د وحدت پر وړاندې د ستونزو او ننګونو له منځه وړل.

 

۴.۵. اداري بیروکراسي

        د نړيوال منل شوو بيروکراسۍ د اصولو څخه په ګټه اخېستلو سره د چارو سمبالښت او کارونو تر سره کول زمونږ د لومړيتوبونو څخه دي.  .منفي بيروکراسي له سرچينو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او ټاکلو موخې ته د رسيدو پر وړاندې د بنسټيزو خنډونو له جملې څخه ګڼل کېږي، پر همدې اساس، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او موثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د لمنځه وړولو لپاره لاندې کړې ترسره کړي:

  1. د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د پوهنځي چارې پر مخ وړل.
  2. په اداري پروسو کې د غیر ضروري پړاوونو((Red type لمنځه وړل
  3. د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو څخه ګټه اخېستل.
  4. اداري چارو څخه څارنه او ارزونه
  5. روزمره اړين او بيړنې اوامر د مکتوب او تحرير پر ځاي په وينا او خبر ورکولو سره تر سره کول.

۵.۵. د عملیاتي پلان تائیدول

        د ستراتېژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملیاتي پلانونو او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساسي اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره علمیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د عملیاتي پلان په جوړولو کې د ښکیلو خواوو شریکول
  2. د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول
  3. د عملیاتي پلانونو د پلي کېدو او تطبیق څارنه
  4. د پوهنځي د مربوطه اداري واحدونو د عملیاتي پلان د پلي کېدو شواهد راټول او د یادو شواهدو پر اساس لازمې کړنې ترسره کول
  5. عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندو  کړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول
  6. د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول
  7. د عملياتي پلانونو د اجراء لپاره د سرچينو او پاېلو په نښه کول
  8. د اړونده خواو سره د تطبيق لپاره د پلانونو شريکول

۶.۵. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول

        څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مدیريت په برخه کې مهم اصل دی، چې له مخې یې له یوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترسره کېږي، چې چارې په معیاري ډول له پلان سره سمې پر مخ روانې دي. پر همدې اساس، څارنه او ارزونه د شفافیت رامنځته کولو او ستونزو د لمنځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرل  او د چارو د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي د څارنې او ارزونې په برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي: 

  1. د پوهنځي رهبرۍ په کچه د چارو څخه لیدنه او تېروتنو د مخنیوي او سمون په موخه لازمې پرېکړې کول
  2. د اداري کړنو په هکله له  پوره دقت څخه کار اخستل
  3. د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول
  4. د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړو کمېټو رامنځته کول
  5. د وړ نورمونو او معيارونو ټاکل او تطبيق
  6. د اړونده ديپارتمنتونو او کميټو څخه د هغوي د اجرااتو په هکله وخت په وخت راپورونه اخستل

۷.۵. د تواميتونو پراختيا

پوهنځي هڅه کوي چې د بېلابېلو ادارو سره تخصص او مسلک ته په کتو سره تواميتونه رامنځته کړي، تر څو ددې لارې همغږي ته زمينه برابره کړي، چې په دې برخه کې ټول سياسي، اداري، عدليي او قضايي ارکانونه او نور داخلي او بهرني پوهنتونونه شامل دي.

۸.۵. د مرستو جلبول

پوهنځي  په دوامداره توګه کوښښ کوي چې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره د مختلفو ادارو او ارګانونو څخه مرستې راجلب کړي، ترڅو له دې لارې پوهنځي ته وده ورکړي.

۷.۵. د جنډر مسایل

        د ټولنیز ژوند د پرمختګ او ټولنې هر اړخیزې ودې لپاره نارینه او ښځینه پرته له کوم تبعیض او امتیاز څخه په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. دا چې افغانستان د څو لسیزو داخلي جګړو او ورانیو له کبله په بېلابېلو برخو کې ویجاړ او وروسته پاتې شوی چې له امله یې د ښځو ونډه د سړیو پرتله کمه شوېده. لازمه ده چې ښځې هم د سړیو په څېر په ټولو عدليي او قضايي ارګانونو، اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر بریده په فعاله توګه ونډه واخلي، څو د بشري قويې شته تشه ډکه او چارې په معیاري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ننکرهار  پوهنتون د علمي بنسټ په توګه په پلان کې لري، چې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډمیکو برخو کې مساوي ونډه ورکړي، چې پدې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په علمي او تحصیلي پروګرامونو کې د نارینه محصیلینو ترڅنګ د ښځینه محصیلینو شمېر زیاتوالي ته پوره پاملرنه
  2.  ښځینه کادرونو ته د امکان تر بریده  زمینه برابرول
  3. د نظري زده کړو تر څنګ ښځینه محصیلینو ته د عملي زده کړو پراختیا
  4. ښځینه محصیلینو ته  د بېلابېلو سهولتونو برابرول
  5. د ښځينؤ د وړتياوو لوړول او په چارو کې شريکول

۱۰.۵. د پوهنځي د بودیجې زیاتوالی

         د حقوقو او سياسي علوموپوهنځی  د ننګرهار پوهنتون د يوې علمي برخې په توګه هوډ لري  چې په علمي، اداري او فزیکي برخه کې پراختیا ومومي تر څو پوهنځي او د ننګرهار پوهنتون په راتلونکي کې د یو ښه علمي ډګر په توګه وکولای شي په فوق العاده توګه خپل خدمات وړاندې کړي. اړینه ده چې د لاندې چارو د ترسره کولو لپاره په خپله بودیجه کې په دوامداره توګه زیاتوالی رامنځته کړي، چې دې موخې ته د رسېدو په پار لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د پوهنځي د شپې برنامې او د ماسترې برنامې چارو او خدمتونو ته پراختيا ورکول
  2. د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Stakeholders) سره ګډې څېړنې
  3. دحق  مجلی او وړتيا اخبار نشرول او ورته پراختيا ورکول
  4. د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د لنډې مودې مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  5. د مهارتونو او مسلکي پوهي د لوړتيا په پار د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول
  6. کمپيوټر خونې اړونده وسايلو او اسانتياوو ته پراختيا ورکول
  7. په علمي غونډو کې د ګډون له لارې د غړيتوب او برخې اخيستل
  8. د بدني روزنې او سپورت په سياليو کې ګډون ته هڅول

۶. علمي او اکاډمیک پروګرامونه

د يو علمي بنسټ په حيث د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي اصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. په همدې اساس، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په پام کې لري چې د یو با کیفیته او پرمختللي پوهنځۍ  په توګه بېلابېل ټولنیز او څېړنیز پروګرامونه پر مخ یوسي چې له امله یې په هېواد کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي. په دې لړ کې د حقوقو او سياسي علومو  پوهنځي د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د تخصصي او مسلکي برخو د پرمختګ په موخه نویو علمي پروګرامونو ایجادول، چې عبارت له ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو څخه دي
  1. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی اداره ديپلوماسۍ څانګه کې د ماسترۍ  پروګرامونو ایجاد(۱۳۹۸)
  2. د علمي تجربو د شریکولو په موخه له نورو پوهنځیو څخه د استادانو ( Visiting Professors ) رابلل
  3. په خپلواکه توګه د پوهنځي د انکشاف لپاره د نورو اړينو څانګو ايجادول

۱.۶. په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو زیاتول

        دا چې  د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم په بېلا بېلو علمي، مسلکي او تخصصي برخو کې ټولنې او سیمې ته کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  2. د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارل
  3. په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورکول
  4. په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافي پروسې رامنځته کول
  5. د پوهنځۍ د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه او له وړتیاوو څخه یې پوره ګټه اخستل
  6. د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول

۲.۶. د کادر غړو ظرفیت لوړول

د پوهنځي، پوهنتون  او علمي اداراتو د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوندو ادارو بشري ځواک او کار کوونکي ګڼل کېږي. کار کوونکي د مربوطه ادارو د رهبرۍ چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د اهدافو تحقق لپاره بېلابېلې مادي او معنوي سرچینې رامنځته او ورڅخه موثره ګټه پورته کوي. پر همدې اساس،  د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکو کې ترسره کړي:

  1. د شتو مسلکي او منلو کادرونو څخه د پوهنځي او پوهنتون په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول
  2. پوهنځۍ پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو فرصتونونو برابرول
  3. دپوهنځۍ د منلو کادرونو، استادانو او غړو ساتنه.
  4. د د پوهنځۍ ریاست او د مختلفو څانګو مشرانو د غوره او پياوړې ادارې لپاره اداري ستراتيژۍ طرحه کولو لپاره رهبري کول.
  5. د پوهنځۍ تدريسي غړيو ته د اروا پوهنې نوېو لارو چارو په اړه روزنه ورکول  او هم د زده کړې د معاصرو تخنيکونو برابرول

۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه

        په نړیواله کچه څېړنې او د څېړنو لپاره پلان جوړونه دپوهنځي او پوهنتون د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه د ستونزو د حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د څېړنو پواسطه پوهنځۍ په خپلو اړیکو کې د نورو ادارو سره همکاري کوي، چې په نتیجه کې یې هم ټولنه له ستونزو خلاصېږي او هم له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کېږي.  د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي هم په راتلونکو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي: 

  1. د پوهنځۍ او څانګو په کچه د څېړنو د یو موثر میکانېزم رامنځته کول
  2. د پوهنځي برخه کې د څېړونو د کيفيت د ښه والي لپاره هڅې کول.
  3. د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول .
  4. دا چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د خپل پوهنځي  په کچه د څېړنې کمېټې لري نو ددې وړتیا لري چې خپله برخه کې څېړنې تر سره کړي.
  5. د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصیلینو روزل
  6. په نړيوالو څيړنيزو او علمي مجلو کې د څېړنيزو پروژو د پاېلو د خپرولو لپاره د خپلو څيړونکو هڅونه
  7. د څيړنيزو پروژو له پاېلو څخه د خبرتيا په منظور د پوهنتون په  نندارتونونو  کې برخه اخستل
  8. د ګډو څېړنو د ترسره کولو لپاره هڅونې او مرستې

۴.۶. فوق ليسانس پروګرامونه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي اوس مهال د قضاء او څارنوالي په څانګه کې د ماسترۍ برنامه لري، ددې تر څنګ پوهنځي هڅه کوي چې په نژدې راتلوونکي کې د سياسي علومو په برخه کې هم د لوړو زده کړو وزارت څخه د ماسترۍ برنامې د فعاليت د پیل اجازه تر لاسه کړي.

۵.۶. د کریکولم پراختیا

        دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، نو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی اړ ده،چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثیت بدلونونه رامنځته کړي. حقوقو او سياسي علومو پوهنځۍ د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون په موخه په راتلونکو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي: 

  1. د کریکولم کمټې غړو لپاره د اصلاحاتو په موخه د پوهنتون سره په ګډه د نوې کړنلارې او پالیسۍ تهیه کول
  2. د پوهنځۍ اودپارتمنتونو په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د نوي والي او سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول
  3. د پوهنتون په همکارۍ د کرېکولم په بیاکتنه او پراختیا کې  د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کار ګمارنې مراجعو سره مشورې کول.
  4. له اړتيا سره سم د پوهنتون د کریکولم  کمټې سره د کریکولم په بيا سمون او انکشاف کې ملتيا
  5. د پوهنتون په همکارۍ له نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول
  6. له کریکولم څخه د مطلوبو موخو د لاسته راوړلو په غرض ارزونه
  7.  له ټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول
  8. د کریکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول

                              

۶.۶. د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونه

        د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور  ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي.  نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوا  دبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې اړوند پوهنتون او پوهنځۍ خدمات د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي.  د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په راتلونکو کلونو کې  د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. په ملي او پوهنتون په کچه د پوهنځي د خدماتو کیفیت او درجې لوړول
  2. د کیفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري کمېټې رامنځته کول
  3. په پوهنتون  کې د پوهنځۍد اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل
  4. په پوهنځۍ کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول
  5. د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول
  6. د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو پوهنځیو سره همغږې
  7. په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول
  8. د پوهنځي او په ټوله کې د پوهنتون د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او څانګو تر منځ د همغږي رامنځته کول
  9. د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول
  10. محصیلنو، اداري او علمي کادر غړیو ته کیفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول
  11. دپوهنځۍ په وسيله د اړونده پروسې خدماتي څارنه او ارزونه.

۷.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی

        نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه او پوهنځي په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو میتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط  او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې پایله به يې د مربوطه پوهنځي او   پوهنتون د لوړې درجې  او باور تر لاس کول وي.  د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په راتلونکو کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د نصاب او  درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم  کمېټې چارو ته  پراختيا ورکول
  2. د ټولنې د اړتياوو او غوښتنو سره سم د پوهنځۍ درسي نصاب برابرول
  3. د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول
  4. په پوهنځۍ کې د نصاب او کریکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول
  5. د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو چارو ته خاصه توجه کول او په دې برخه کې د هغوی هڅونه
  6. د ټولنې او زده کړيالانو د نظرياتو ترلاسه کول او تحليل

۸.۶. د بريښنايي زده کړو پروګرامونه

پوهنځي د بريښنايي زده کړو د دوام او پرمختګ په موخه د بريښنايي زده کړو فعاله کمېټه لري، چې د پوهنځي د علمي کادر غړيو او محصيلنو لپاره بريښنايي خدمتونه وړاندې کوي، دغه راز دغه کمېټه به په راتلوونکي کې خپلو خدمتونو کې زياتوالي رامنځته کړي.

۹.۶. معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی

        دا چې په نړۍ کې معلوماتي ټکنالوژي د معلوماتو په ترلاسه کولو،  خوندیتوب ، د اړیکو په ټینګولو،  ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې  رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنځي هم په کافي اندازه خپلې چارې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي هم معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو  د انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  2. سوپر وای فای (Wi-Fi) څخه د مشکلاتو د حل لپاره استفاده کول
  3. دپوهمځۍ اړوند ټول ادارات په خپل منځ او پوهنتون سره د معلوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول
  4. په ټولو اداري دفترونو او ديپارتمنتونو کې د پوهنتون په مرسته ډېجېټل ټېلیفون اسانتیاوې رامنځته کول

۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی

        زده کړې د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون د حکمونو په پام کې نیولو سره د دولت لخوا وړاندې کېږي. عامه وګړي د لسانس پروګرام زده کړو څخه پورته لوړې زده کړې د یو لړ لګښتونو په ورکولو سره په هېواد او له هېواد څخه بهر ترسره کولی شي. د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځی لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو ( سهار او له وخته وروسته) کې پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د لاسرسي په موخه پوهنځي  په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه عامه وګړو ته د عامه پوهاوي په پار هر اړخیز معلومات وړاندې کول
  2. د کانکور له لارې په شفافه توګه زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابرول
  3. د حقوقو او سياسي علومو  پوهنځي د وروستي کال محصلين  ښوونځيو ته لېږل تر څو د زده کوونکي لوړو زده کړو ته وهڅوی.
  4. د وړتیا او ظرفیت په پام کې نیولو سره بېلابېلو علمي پروګرامونه ته د محصیلینو ورپېژندل
  5. له هر ډول توپیر پرته هېوادوالو ته په مساویانه ډول د زده کړو حق ورکول او اسانتیاوې برابرول
  6. د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره  د پوهنتون په تفاهم او همکارۍ د نویو علمي پروګرامونو ایجادول
  7.  د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د ټولنې او اړونده خواوو سره د لاسته راوړنو شريکول

۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه د لاسرسی

       اوس مهال پوهنتونونه او پوهنځي هڅه کوي چې خپلو زده کوونکو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي څو هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي.  د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. ننګرهار پوهنتون او د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي  په پراخه توګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو کې ( سهار او له وخته وروسته) پرمخ بیايي او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی دغه برخه کې د پوهنتون پالېسۍ تعقيبوی. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې د ټولو علمي پروګرامونو څخه موثره ګټه پورته کول
  2. خپلو علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول
  3. عامه وګړو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره او نوي معلومات ورکول
  4. د وخت له غوښتنو سره سم د نویو علمي پروګرامونو رامنځته کول

۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه ؤ پراخه لاسرسی

        دا چې ښځې د ټولنې په بشري ځواک کې له نیمايي څخه زیاته برخه تشکیلوي او د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې د نارینه و تر څنګ په پراخه کچه اړوند چارې پرمخ بیايي، اړینه ده چې ښځینه هم له نارینه سره په ټولو حقوقو او امتیازاتو کې په مساوي اندازه ونډه ولري. د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې هم د ښځینه وو ونډه د نارینه وو په څېر په پام کې نیول شوې. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ سره سم  لوړو زده کړو ته د ښځینه وو د پراخه لاسرسي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په علمي برنامو کې د جنډر برابروالی په نظر کې نیول
  2. ښځینه محصیلینو ته د پوهنځي په علمي پروګرامونو کې ګډون لپاره زمینه برابرول او تشویقول
  3. ښځینه محصیلینو ته د لوړو زده کړو ته د تشویق په موخه که د معیاري ټولګي شمېره پوره کړي،        

د جلا  درسي ټولګیو چمتو کول

  1. د ښځینه استادانو په علمي کادر کې شاملول ضمينه برابرول  
  2. د پوهنتون په همکارۍ او تفاهم سره ښځینه لیلیو او ټرانسپورت اسانتیاوو ته وده ورکول

۳.۷. د کریډیټ سیستم پیاوړتیا او پلي کول

        د نړۍ ډېری پوهنتونونه په خپلو پوهنځيو د کریډیټ سیستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بیايي او له دې لارې محصیلینو د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلین وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي. پوهنځی د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د پوهنتون په همکارۍ علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پېلول
  2. د کریډیټ سیستم د موثریت په اړه محصیلینو ته معلومات ورکول
  3. په اړوندو څانګو کې د کرېډیټ سیستم عملي کېدو څارل
  4. د کرېډیټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول
  5. د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول
  6. د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
  7. د کرېډیټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول
  8. د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فیصدۍ تر څنګ د GPA په سیستم برابرول

۳.۷. د کریډیټ سیستم پیاوړتیا او پلي کول

        نن ورځ پوهنتونونه د کریډیټ سیستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بیايي او له دې لارې محصیلینو د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلین وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي.  د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پېلول
  2. د کریډیټ سیستم د موثریت په اړه محصیلینو ته معلومات ورکول
  3. په اړوندو پوهنځیو کې د کرېډیټ سیستم عملي کېدو څارل
  4. د کرېډیټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول
  5. د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول
  6. د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
  7. د کرېډیټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول
  8. د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فیصدۍ تر څنګ د GPA په سیستم برابرول

۴.۷. د محصیلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا

        د حقوقو اوسياسي علوموپوهنځی  هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي. څو پوهنځی د سیمې او هيواد په کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنځي غواړي چې له یو پلوه په علمي برنامو او پوهنتون کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. پوهنځی د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د پوهنتون په همکاری محصیلینو ته د علمي سفرونو زمینه برابرول
  2. سپورتي اسانتیاوې برابرول
  3. محصلینو ته د زده کړو د برابرولو ترڅنګ، د لازمو مهارتونو چمتووالی
  4. د پوهنتون، پوهنځي  د وېبسایټ او فیس بوک ګروپونو  له لارې محصلینو ته پوره معلومات په واک کې ورکول
  5. د محصلینو وړاندیزونو او شکایاتو ته لاسرسی
  6. د علمي او عملي زده کړو په برخه کې محصلینو لپاره اړوندو سکتورونو سره د توامیتونو رامنځته کول
  7. محصلینو ته د عملي پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو تمثیلي محکمې، پروګرامونو او سمینارونو چمتو کول
  8. د پوهنتون د امکاناتو په پام نیولو سره محصلینو (ښځینه او نارینه) لپاره ټرانسپورټ ته پراختیا ورکول
  9. د محصلینو د علمي ظرفیت لوړاوي په موخه کتابتوني اسانتياوو ته پراختیا ورکول
  10. محصلینو ته د ښې زده کړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول
  11. په نړیوالو علمي سیالیو کې محصیلینو ته د برخې اخستنې زمینه برابرول
  12. پوهنتون سره په همکارۍ او لارښوونه په لیلیه کې د محصلینو د ښې روغتیا په موخه د څارن پلاوي د غړيتوب په صورت کې خپل دنده په ښه شکل تر سره کول.
  13. د علمي سفرونو تنظيمول
  14. د پوهنځي د چاپیريال او اړونده چارو د سمون په موخه د حشر او داوطلب کارونو لپاره د زده کړيالانو هڅول
  15. د زده کړيالانو لپاره د Internship د پروګرامونو ترلاسه کول او تنظيمول
  16. د ټولنې سره د مرستې لپاره د ټولنيزو خدماتي ډلو تنظيم

۸. زېربناوې

        د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي بايد د علمي او اکاډمیکو پرمختګونو ترلاسه کولو په موخه مادي امکانات او د اړتیا وړ پراخه زيربنا او تعمير ولري. همدارنګه اړینه برېښې چې د راتلونکي لپاره د تعمير پاتي چارې ژر تر ژر بشپړ شي څو  په پراخه کچه پوهنځی د حقوقو او سياسي علومو اړونده علمي پروګرامونو د تطبیق وړتیا ولري. دا چې پوهنځی په مستقيم ډول نشي کولی چې خپل زيربناوی ستونزی حل کړي نو په دغه برخه کې د پوهنتون  په همکاري د هغوي د زېربناوو د پراختیا په موخه د ماسټر پلان له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي:

  1.  د حقوقو او سياسي علوموپوهنځي د تعمير د پاتي چارو  بشپړولو  په هکله هلې څلې کول.
  2. د حقوقو او سياسي علومو داړونده عملي کارونو د ترسره کولو په موخه د حقوقي کلينک خونې تنظيمول.
  3. په نوي تعمير کې د کتابتون د لوازمو او وسايلو ترتيب او فعالول.
  4. د کنفرانس خونو فعالول او په اړونده وسايلو سمبالول
  5. د تعمير د اړونده خونو د امنيت ساتلو په موخه د خونو د کړکيو لپاره اوسپنيزې جالې نصبول 

۹. SWOT تحلیل

        ستراتېژیک پلان د پوهنځي ستراتېژیکې موخې ټاکي او همدغو موخو ته د رسېدو لپاره مسیر او اړوند لازمي کړنې په نښه کوي. موخې ته رسېدل تر هغې شونې ندي چې ترڅو پوهنځي خپله پیاوړتیا، کمزورتیا، فرصتونو او تهدیدونو څخه خبر او پر لاملونو یې غور ونکړي.

د دې لپاره چې پوهنځي د پورته ذکر شویو ټکو په اړه پوره معلومات له ځانه سره ولري، لازمه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزیکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زیرمې په هر اړخیزه توګه و ارزوي چې په نتیجه کې د راتلونکو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو بشپړ پلان ولري. پوهنځی یادې موخې لاسته راوړلو لپاره د SWOT لاندینۍ تحلیل ترسره کوي:

د پیاوړتیا ټکي

  1. د پوهنځی  تيره اوږد مهاله  کاري تجربه او سابقه او د هغې څخه ګټه اخېستل
  2. د پوهنتون او  ولايت په سطحه د نورو ادارو همکاري تر څو د عملي کار په برخه کې زده کوونکي ترې ګټه واخلی.
  3. د فزیکي ودې او پراختیا لپاره د  پلان لرل
  4. پر شرايطو برابر برحال کادري غړي د دوکتورا او ماسترۍ پروګرامونو ته استولي، چې یو شمېر یې بېرته په بریالۍ توګه تر زده کړو وروسته راستانه شويدي.
  5. د پوهنځي له فارغانو څخه په لوړه کچه د بازار او ګمارونکو رضایت  شتون لري
  6. د لوړو تحصیلي درجو او علمي رتبو لرونکو علمي کادر غړیو او مجرب اداري بشري ځواک درلودل.
  7. د ښخینه محصیلینو لپاره د جلا ټولګيو اسانتیاوو درلودل
  8. د تدریس د نویو مېتودونو پر مټ علمي کادر غړیو لخوا تدریسي بهیر پرمخ وړل
  9. په راتلونکو پنځو کلونو کې د يو شمېر نویو علمي پروګرامونو د ایجاد وړتیا درلودل
  10. محصیلینو لپاره د پوهنتون په امکاناتو د کارموندنې په برخه کې روزنیزې اسانتیاوې درلودل
  11. محصلینو ته د فراغت  د اسنادو  چمتو کولو په برخه کې د پروسې چټکوالی.
  12. په پوهنځی کې د میلمه تدريس کوونکي د پروګرام شتون.
  13. د کريدت سیستم د لايحې سره سم د تدريسي بهير پر مخ بيول
  14. د سولۍ مرکز کې  د حقوقو او سياسي علوموپوهنځي د استادانو او زده کړيالانو ونډه درلودل

کمزورتیا

  1. په مجموع کې د دوکتورا په کچه د علمي کادر غړیو د شمېر کموالی 
  2. د پوهنځي د اړتياو د پوره کیدو په هکله  د پوهنتون د تدارکاتو او اداري چارو په برخه کې اوږده پروسه او ځنډ
  3. د کمپيوټر ليب د اړونده وسايلو کموالی
  4. د اداري چارو په برخه کې د بشري ځواک او تشکیل کموالی
  5. د ښځينه علمي کادرونو او محصیلينو د شمېر کموالی.
  6. د ظرفیت په نه پام کې نیولو سره د لوړو زده کړو وزارت لخوا  د زيات شمېر محصلينو معرفي کېدل.
  7. د محصلينو خراب اقتصادي وضعيت
  8. دData base  سیستم نشتوالی
  9. د سپورټ په برخه کې  په پوهنتون کې د مجهز جمنازیم نشتوالی
  10. د نارینه او ښځینه محصلینو د شمېر ترمنځ ناانډولتوب
  11. د پوهنځیو په کچه د معلوماتی تکنالوژیکي وسائلو کموالی.

فرصتونه

  1. له ولایتي ادارې سره د پوهنځي ښې اړیکې
  2. له ځینو ملي او نړیوالو ادارو سره د همغږۍ درلودل
  3. د عدليي او قضايي ارګانونو سره ښې اړېکې درلودل
  4. د ملي، لوړو زده کړو او ولایتي انکشافي ستراتیژیو شتوالی.
  5. د علمي او اداري مهارتونو پروګرامونو په هکله د نړیوالو مرستو  او پروګرامونو شتوالی
  6. د محصلینو لپاره په دولتي ادارو کې د انټرنشپ پروګرامونو شتوالی
  7. فارغ التحصیل محصلینو لپاره د کارموندنې اسانتیاوې برابرول
  8. له لوړو زده کړو  سره د ځوان نسل لیوالتیا
  9. په چاپیريال کې د معلوماتي تکنالوژۍ د وسايلو او اسانتياوو شتون
  10. د نړيوال کېدنې ستراتيژي
  11.  د علومو اهميت او پرې بشپړ يقين
  12. د فيلو شيپ او سکالرشيپ د اسانتیاوو شتوالی

ګواښونه

 

  1. د پوهنځي د نوي تعمير نه بشپړوالی
  2. په ټوله کې د امنيت نشتون
  3. د پوهنځي  او پوهنتون لپاره د بوديجی کموالی.
  4. د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د تخصصي کارکوونکو کموالی
  5. د ښځینه محصلینو پر وړاندې د تهدید په توګه د ناوړه کلتوري او ټولنیزو دودونو شتون
  6. د کانکور له لارې د يو شمېر ټيټې سوېې لرونکو زده کوونکو معرفي کيدل

 

 

۱۰. د پوهنځي موخې او اهداف

        د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځی ستراتېژیک پلان  جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي.  د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي.  پوهنځي پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:

  1. د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر پوهنځی رامنځته کول
  2. د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د معیاري تدريسي  او کاري خونو  وسایلو برابرول
  3.  د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د پوهنتون په چوکاټ کې د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول
  4. د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول
  5.  د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لپاره پیدا کول
  6. د ننګرهار پوهنتون ، ولايت، ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځی  څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول
  7. د وخت او اړتیاوو له غوښتنو سره سم په حقوقي، اداري ، سیاسي او عدليي او قضايي برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل
  8. د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، ټولنيز عدالت، او  اقتصادي ودې تامینولو ته زمینه برابرول
  9. د وګړو د ژوندانه د امنيت  او نظم په پار د پاوړې عدليی او قضايي سیستم په ارمنځته کیدو کې ونډه اخستل.
  10. د نوي مهارتونو او حقوقي فنونو معرفي او خپرول
  11. د کلتور، فرهنګ او ادبياتو د ودې لپاره د اسلامي او حقوقي اصولو سره سم ، ليکنې او څېړنې تر سره کول
  12. په پوهنځي او ديپارتمنتونو کې د ښه حکومتولي تامينول
  13. د حقوقو او سياسي موضوعاتو په هکله د عامه پوهاوی تر سره کول
  14. په خپله مسلکي برخه کې نړيوال کيدنې او د مارکيټ اقتصاد د اصل پياوړي کول                                          

۱۱. د کلیدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نیولو سره د پوهنتون ستراتېژیک اهداف او موخې:

        دننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د پوهنځي ستراتېژیک پلان  جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلي ماموریت او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي  پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په دوامداره توګه د وخت د شرایطو او بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره معیاري زده کړې وړاندې کول
  2. د فوق لسانس پروګرامونو زیاتوالی او معیاري کول
  3. د فوق لسانس پروګرامونو پېل کولو او زیاتولو په موخه د علمي کادر غړیو لپاره د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول
  4. د ښو علمي او څېړنیزو پرمختګونو په موخه څېړنیز کمېټې او مرکز درلودل
  5. د ننګرهار پوهنتون په چوکات کې د يو فعال پوهنځي په توګه په راتلونکو پنځه کلونو کې له ملي او بین المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار ترلاسه کول
  6. د حقوقو اوسياسي علومو په برخه کې هڅه کول تر څو  ننګرهار پوهنتون په علمي او اکاډمیکو چارو کې د خپلواکۍ په لرلو سره د سیمې له پوهنتونونو سره سالمې سیالۍ ته چمتو شي.

خطرات

        د نورو ادارو په څېر پوهنتونونه  او پوهنځي په ټولنه کې د یو لړ خطراتو او ګواښوونو سره مخامخ کېږي. که چېرې په پلان کې ورته پوره پاملرنه ونشي، شونې ده، چې د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ شي. پوهنځي په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل ستراتېژیک پلان د تطبیق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوېنه کوي:

  1. په پوهنتون کې د امنیت د خونديتوب لپاره د عصري تکنالوژي د وسايلو کموالی
  2. د قراردادي له خوا د حقوقو اوسياسي علومو د پوهنځی د تعمير  نه بشپړول
  3. د هېواد خراب امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د استادانو او محصلینو نه خونديتوب  
  4. د پوهنتون د احاطې په بشپړ ډول نشتوالی
  5. د دولت له خوا پوهنتون او پوهنځي ته د لږې بوديجې تخصيص
  6. د خدماتي پرسونل د شمېر کموالی
  7. د کانکور له لارې د زيات شمير  او  کم ظرفيت لرونکو محصلينو معرفي کیدل

۱۵. د چاپېریال اغېزې

        د نورو ادارو په څېر پوهنځي په ټولنه کې د یو لړ داخلي او بهرنیو چاپیریالي اغېزو تر تاثیر لاندې راځي. که چېرې د چاپېریال مثبتې اغېزې له وړاندې وپېژندل شي، د پوهنځي او پوهنتون په علمي او فزیکي پرمختګ کې ورڅخه مثبه ګټه پورته کېدای شي. که چېرې د چاپېریال منفي اړخ په پام کې ونه نیول شي، شونې ده، د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ کړي. پوهنځي د پوهنتون په همکارۍ په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپل ستراتېژیک پلان د تطبیق پر وړاندې د لاندې مثبتو ټکو او خطراتو وړاندوینه کوي:

مثبت ټکي:

  1. دا چې د حقوقو او سياسي علومو  پوهنځي د پوهنتون په داخل کې واقع دی او پوهنتون د جلال آباد ښار په ۷ ناحیه، د کابل- په لویه لار د درونټې په سیمه کې ودان دی. تګ راتګ استادانو او زده کړيالانو ته اسانه دی
  2. د پوهنځي کې د موثرې زده کړې لپاره د مناسب موقعیت او پراخې ځمکې لرونکی دی.
  3. د پوهنځي ماحول او  چاپیریال شین او د ډول ډول ونو او بوټو لرونکی دی، چې د هوا د پاکوالي سبب ګرځي.
  4. د پوهنځي نوي تعمير د بېلابيلو اسانتياوو لرونکي دی، چې په جوړيدو لپاره سره به يې زده کوونکو او استادانو ته د پرمختګ لپاره هر اړخيزه لاره هواره شي.

      منفي ټکي:

  1. پوهنځی د تعمير نه تکميل له امله د چارو په اجراء او  انسجام کې له ځنډ او ستونزو سره مخ کېږي
  2. پوهنځي د دوکتورا برنامې نه شتون له کبله د علمي کادر غړو د زده کړو او ظرفيت لوړولو کې د مشکلاتو سره مخامخ دی
  3. د پوهنتون ختیز لور ته د نظامي ځواکونو لخوا روزنیز پروګرامونه ترسره کېږي، چې تمرینات یې زیاتره وختونه د پوهنځي او پوهنتون  ډاډمنه فضاء او تدریسي بهیر له ګواښ سره مخ کوي
  4. د علمي کادر غړو او کارکوونکو د اوسیدو ځايونه د پوهنتون څخه ليري چې له امله يې استادان له ستونزو سره مخ دی.

      پایله:

        دغه ستراتېژیک پلان چې د ( ۱۳۹۸ – ۱۴۰۲ ) کال پورې چمتو شوی دی،  د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي اداره هڅه کوي چې ياد فعاليتونه د ټاکلو موخو د ترلاسه کولو لپاره  په خپله ټاکلې نېټه عملي کړي. د پوهنځۍ اداره به کوښښ وکړي چې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون وهڅوي چې  د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د فزیکي رغونې او معنوي پیاوړتیا لپاره امکانات چمتو کړي. د دې چارې د ترسره کېدو لپاره  د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ځوانانو استادانو کوښښونه د پوهنځۍادارې ته د خوښۍ زېری او هیله بخښوونکي دي.