رئیس لنډه پیژندنه
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئيس پوهنيار محمد یوسف مومند لنډه پېژندنه
پوهنيار محمد یوسف مومند د علي احمد زوی په ۱۳۶۰ لمريز کال د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د قصبې سیمې په يوه دينداره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د جلال اباد ښار په عبدالوکیل لېسه او ثانوي زده کړې يې په ننګرهار عالي لېسه کې ترسره کړې دي. نوموړی په ۱۳۷۹ لمریز کال د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بريالى شو او د لیسانس زده کړې یې په نوموړي پوهنځي کې په ۱۳۸۵ لمریز کال بشپړې کړې.
له فراغت سره سم ښاغلي مومند د ازادې سيالۍ له لارې د ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د علمي کادر غړى شو او د استادۍ په مقدسه دنده يې پيل وکړ، چې په لنډه موده کې د نوموړي پوهنځي د رياست دنده هم وروسپارل شوه.
نوموړى د څو کاله خدمت ترسره کولو وروسته د ماسترۍ زده کړو لپاره کوزې پښتونخوا ته لاړ او د پېښور په پوهنتون کې يې د ډیټابیس په برخه کې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې وکړې.
پوهنيار مومند هېواد ته له راستنېدو سره سم په ۱۳۹۴ لمریز کال د دویم ځل لپاره د ننګرهار پوهنتون د لزومدید او لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم په اساس د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئيس په توګه وټاکل شو، چې له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده په پوره صداقت او امانتدارۍ سره پر مخ وړي.
پوهنیار مومند د استادۍ سربېره په ګڼو ټولنیزو، کلتوري او مدیریتي برخو کې فعال دی او په یادو برخو کې يې د هېواد او هېوادوالو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او کوي يې.
پوهنیار محمد یوسف مومند د کمپیوټر ساینس په برخه کې ګڼ علمي اثار ليکلي او یو شمېر علمي مقالې او څېړنې يې په ملي او نړيوالو ژورنالونو کې خپرې شوې دي.
اړيکې:
اړیکشمېره: 0093700604249
برېښنالیک: yusuf.mohmand@gmail.com