د کيفيت د تضمين آمریت

 

ننګرهار پوهنتون ریاست

علمي او اکاډمیکو چارو معاونيت

د کيفيت د تضمين  داخلي واحد

 

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد پېژندنه:

دا چې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د قوانینو او لوایحو سره سم ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه مکلف دي، چې د با کیفیته اکاډمیکو خدماتو د وړاندې کولو تر څنګ د موثریت او د کيفیت د ښه والي لپاره هم دوامداره کار وکړي، ترڅو د لوړو زده کړو وزارت ستراتېژیک پلان تطبیق او پوهنتونونو کیفیت لوړ شي، چې د پورته چاري په ترسره کیدو سره د پوهنتونونو او لوړو زده کړومؤسساتو ترمنځ د مثبت رقابت فضاء رامنځ ته شي او یو بل سره د سالم رقابت په لرلو سره د مثبتو بدلونونو شاهدان و اوسو.

نو د ننګرهار پوهنتون  هم د هغو پوهنتونونو  له  جملي څخه دی، چې پـــه خپل تشکیل کې په (۱۳۹۲هـ ش)د کیفیت د تضمین داخلي واحد ایجاد کړ چې راهیسې یې د علمي،تحقیقي او اداري چارو کیفیت د تضمين په برخه کې ورځ تر بلي تغیرات منځته راځي او کوښښ کوي ،چې د کیفیت لوړونې (۱۱) اصلي او (۴۸) فرعي معیارونو په تطبیق کولو سره د سیمې په کچه د لوړ اعتبار لرونکی تحصیلي مرکز شي،چې د دې چارې د تر سراوي لپاره ،د پوهنتون رهبري هڅه کوي چې ټولې علمي ، تدریسي او اداري چارې لوړ کيفیت ولري، ترڅو وکولای شي ددې ادارې وده او پرمختګ د هېواد په کچه په عملي ډول نورو ته څرګند کړي.

چې د پورته چارې د ښه ترسراوي په موخه د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمين داخلي واحد او کنټرول کیفیت آمریت او همدارنګه یې په پوهنځيو کې د کيفيت د تضمين فرعي کمېټي هم په کار بوختي دي.

د تضمين کيفيت کمېټي(داخلي واحد) لرلید ،ماموریت او هدف:

لرليد VISION:

 د کيفيت د تضمين داخلي واحد  ژمن دی، څو په راتلونکي کې د ننګرهار پوهنتون  په ملي او نړيواله کچه لوړ اکاډميک اعتبار لرونکی پوهنتون وي.

ماموريت Mission :

د ننګرهار پوهنتون د کيفيت د تضمين داخلي واحد د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام لخوا د ټاکل شويو معيارونو په پلې کولو سره د پوهنتون د کيفيت د تضمين او اکاډمیک اعتبار ساتنې لپاره په دوامداره توګه کار کوي.

هدف Goal

دننګرهار پوهنتون د لرليد، ماموريت او ستراتيژيکو موخو په تر لاسه کولو کې  د غوره کيفيت ساتنه.