د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ستراتیژیک پلان لنډیز (۱۴۰۱ – ۱۴۰۵ )

د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې یو مهم علمي او تخنیکي بنسټ دی، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې، نوښت او څېړنې د پیاوړتیا په موخه یې د (۱۴۰۱–۱۴۰۵) کلونو لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړ کړی دی.

یاد پلان د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیکو موخو په رڼا کې ترتیب شوی او د پوهنځي د علمي، څېړنیزو، اداري، زېربنایي او ټولنیزو چارو د منظم پرمختګ لپاره یو عملي چوکاټ برابروي.

لیدلوری (Vision)

د معاصرو مهارتونو په مرسته د مسلکي ظرفیتونو روزنه، او د دې له لارې د ټولنې بدلول پر یوې معلوماتي او پرمختللې ټولنې.

ماموریت (Mission)

د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د یو علمي بنسټ په توګه ژمن دی چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نویو او عصري میتودونو، طریقو، وړتیاوو او تجربه لرونکو علمي کدرونو په وسیله، داسې فارغان وروزي چې په علمي، مسلکي او اخلاقي کچه د هېواد په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د خدمت وړتیا ولري.

ارزښتونه (Core Values)

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا
  • مسلکیتوب، صداقت او شفافیت
  • علمي، مالي او اداري خپلواکي
  • د کیفیت لرونکو زده کړو او څېړنو ترویج
  • د نوښت، همکارۍ او څېړنې فرهنګ ته وده ورکول

بنسټیزې موخې (Strategic Objectives)

۱. د څېړنو پراختیا، د علم تولید او نوښت ته وده ورکول
۲. د ښه حکومتولۍ ټینګښت او د فساد مخنیوی
۳. د ماسټرۍ پروګرامونو او نوو څانګو رامنځته کول
۴. د نصاب بیاکتنه او د لوړو زده کړو د کیفیت لوړول
۵. د برېښنايي زده کړو پراختیا او د معلوماتي ټکنالوژۍ پیاوړتیا
۶. د زېربناوو، لابراتوارونو او کتابتونونو معياري کول
۷. د علمي او اداري کادرونو د ظرفیت لوړول
۸. د ملي او نړیوالو علمي اړیکو پراختیا
۹. د ښځینه محصلینو او کارکوونکو د ونډې زیاتول
۱۰. د ټولنې د اړتیاوو او د کار بازار د غوښتنو پوره کول

پلي کول او ارزونه (Implementation & Evaluation)

یاد پلان د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رهبرۍ، استادانو، محصلینو او اړوندو کمېټو په ګډه همکارۍ پلي کېږي. د تطبیق بهیر به په دوامداره توګه وڅارل شي، تر څو ټاکل شوې موخې په مؤثره توګه ترلاسه شي او د پوهنځي د پرمختګ لپاره اړین اصلاحات تر سره شي.

پایله (Conclusion)

د کمپیوټر ساینس پوهنځی د خپل ستراتیژیک پلان له مخې هڅه کوي چې د لوړو زده کړو د معیاري کولو، څېړنې او نوښت د ترویج، او د ټکنالوژۍ د پراختیا له لارې د هېواد د پرمختګ او ځان‌بسیا په لور اغېزمن ګامونه واخلي. د دې پلان پلي کېدل به د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ په ډګر کې یو مخکښ علمي او مسلکي بنسټ وګرځوي.

User account menu