د کرکټ بورډ له خوا پیل شویو سیالیو کې د ننګرهار پوهنتون لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۸:۱۰
IMAGE

 

ننګرهار پوهنتون لوبډلې په پرله پسې توګه خپله درېیمه لوبه هم وګټله او په دې توګه یې د ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د ننګرهار څانګې له خوا په دې ولایت کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د کرکټ سیالۍ پیل شوي، چې د ننګرهار پوهنتون او نورو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ۸ لوبډلې په کې برخه لري.

د ننګرهار پوهنتون لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي د غويي په ۲۴مه د روښان لوړو زده کړو موسسې سره ترسره کړه، چې یادې لوبډلې ته یې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. دغه راز یې دویمه او درېیمه سیالي د غويي په ۲۵ او ۲۶مه نېټه د الفلاح پوهنتون او نیشنل کرکټ اکاډمۍ لوبډلو سره ترسره کړه، چې یادو لوبډلو ته یې د ۱۳ او ۶۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې توګه یې د ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د پوهنتون لوبډلې د لوبغاړو محصلینو او د هغوی د روزونکو استادانو مننه وکړه، چې په یادو سیالیو کې یې خپله وړتیا وښودله او هغوی یې نظم، دسپلین او د سپورتي اخلاقو رعایتولو ته راوبلل.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۱/۴/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین په لړ کې یوه بهر مېشتي افغان مبصر طلعت د ۲۵ زره افغانیو مرسته وکړه.

 

ښاغلی طلعت، چې د انګلستان په هېواد کې اوسېږي، یاده مرسته یې ننګرهار پوهنتون ته رالېږلې وه، چې نن ورځ د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د مرستې راټولولو کمپاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۸:۲۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین پیل شو.

 

یاد کمپاین د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۸:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي د طب او ښوونې او روزنې پوهنځیو د ازموینو بهیر نه لیدنه وکړه.

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو. . .

BACK TO NEWS