د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د علمي کادر بست اعلان!
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:
ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې د دوکتورا اویا ماستري په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای له ۱۴۴۴/۷/۲۲ مطابق ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۸/۱۸ مطابق ۱۴۰۱/۱۲/۱۹ نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
نوټ: دعامه اړيکو، راډيو تلويزيون، مطبوعات او عمومي ژورناليزم فارغان کولای شي چې خپل اسناد جمع کړي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره