د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د عامه اړیکه څانګې علمي کادر بستونو اعلان!
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:
ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا ،ماستري او یا لیسانس په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای له 1399/8/13 نېټې څخه تر 1399/8/29 نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره