د ننګرهار پوهنتون یو شمېر اداري او خدماتي کارکوونکو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته، چې په کې اوړه، غوړي او نور توکي شامل دي، د ننګرهار پوهنتون په هلو ځلو او د عطاء خیریه بنسټ په همکارۍ ۱۶ تنو ته د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ غړو په حضور کې توزیع شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شــ/یخ انعام الله مدني د عطاء خیریه بنسټ له مسؤلینو مننه وکړه او راتلونکي کې یې هم ورڅخه اړمنو خلکو سره د ورته مرستو ترسره کولو غوښتنه وکړه.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت