د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو ته د څېړنې مېتودولوژي ۴ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۲۰
picture

د مسؤلینو په وینا، په دغه ورکشاپ کې د یاد پوهنځي د ټولو څانګو ۶۰ تنو استادانو ګډون کړی و، چې د څېړنې نویو او عصري مېتودونو اړوند یې مهارتونه لوړ او پوهه ترلاسه کړه.
د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اسحق شهیدزوی د خپلې وینا پر مهال د استادانو د څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په برخه کې د یاد ورکشاپ په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او د استادانو د مسلکي وړتیا زیاتوالي لپاره یې د ورته نورو ورکشاپونو د جوړولو ژمنه وکړه.
نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د ورکشاپ پر مهال زده کړي مسایل عملي او پر مهمو موضوعاتو تحقیقات ترسره کړي.
غونډه د پوهنځي رهبرۍ غړو له لوري د ورکشاپ ګډون کوونکو استادانو ته د سندونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

BACK TO NEWS

User account menu