د ننګرهار پوهنتون پلان او پالېسۍ کمېټې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۹:۵۷
image

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي هم برخه لرله، د پوهنتون د نوي ستراتېژیک پلان جوړولو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د مجلس په پیل کې د پلان او پالېسۍ کمېټې مشر پوهنیار عبدالهادي زماني د یادې کمېټې د کړنو او همدارنګه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنتون د ستراتېژیک پلان جوړولو بهیر په اړه د پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کمېټې غړو ته د چارو د چټکتیا سپارښتنه وکړه او دغه راز یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د اداري فساد سره د مبارزې، چاپېریال ساتنې، جنډر او د مخدره توکیو سره د مبارزې په اړه د غوښتل شویو راپورونو د برابرولو په برخه کې یې هدایت وکړ، چې د پلان او پالېسۍ کمېټه به له اړوندو کمېټو سره په ګډه پرې کار وکړي.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د کمېټې د چارو د ګړندیتوب په موخه د همکارو غړو په توګه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استاد پوهنمل سید بنارس هاشمي او د اقتصاد پوهنځي د استاد پوهنیار کفایت الله غړیتوب تائید شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۹:۲۷
Background image

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره وليدل.

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل قاضي خالد صداقت د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل. په یاده لیدنه کې دواړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۴ - ۱۰:۲۶
Background image

ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د دکتورا پروګرام دفاع غونډه جوړه شوه.

 

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی همایون حامد د یاد پوهنځي د فقهې او قانون دکتورا پروګرام د لومړۍ دورې سکالر له خپل پایلیک څخه په بریالي ډول دفاع وکړه.

په همدې مناسبت. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل قاضي خالد صداقت، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد. . .

BACK TO NEWS