د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس او اړوندو پوهنځیو د باغونو بیارغاونه پیل شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۰:۵۳
image

 

یاده چاره د سپین غر باختر کرنیز شرکت په مرسته ترسره کېږي، چې په ترڅ کې به یې د پوهنتون باغونه، ونې او بوټي په معیاري بڼه ورغول شي.

د یادو چارو پرانیسته د چنګاښ په ۲مه نېټه د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا په داسې حال کې وشوه، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو او د سپین غر باختر کرنیز شرکت مسؤلینو یې ملتیا کوله.

پوهاند بهسودوال د سپین غر باختر کرنیز شرکت د مسؤل او د کرنې پوهنځي د استاد پوهنیار محمد غني راغب ددغه نېک اقدام ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې په یادو رغنیزو چارو کې د پوهنتون د مرکزي کمپس او اړوندو پوهنځیو د باغونو شاخ بوري، قلبه کول، په عصري بڼه د اوبه خور سیستم جوړول، د اړتیا وړ دواګانو، سرو او چونې ورکول او نور شامل دي، چې د یو کال په موده کې به د نوموړي شرکت له خوا ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu