د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د وحې مختلفو ډولونو پېژندنه) تر سرلیک لاندې ديني او معلوماتي سيمینار دایر شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۸:۵۷
picture

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو انسجام امریت په نوښت د ښوونې او روزنې پوهنځي شاوخوا ۳۰۰ تنو محصلینو ته د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کې دایر شو، چې د پوهنځي رهبرۍ سربېره په کې یو شمېر استادانو، آمرینو او محصلینو ګډون کړی و. د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهندوی محمد اسحق شهیدزوی یاد سيمینار د محصلینو دیني پوهې زیاتوالي، اسلامي عقیدې پیاوړتیا او د ټاکلې موضوع اړوند د غلطو نظریاتو او شبهاتو په مخنیوي کې ګټور او اغېزناک وباله. نوموړي د سيمینار ارایه کوونکي استاد او تنظیموونکو څخه مننه وکړه، چې په یاده اړینه موضوع یې محصلینو لپاره علمي برنامه جوړه کړې ده. د سيمینار وړاندې کوونکي او د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد پوهنیار مولوي محمودالحسن دیوبندي د موضوع د تشریح پر مهال د وحې تعریف، ډولونو، قرانکریم او نبوي احادیثو څخه د هغې اثبات او نورو برخو په اړه معلومات ارایه کړل او د وحې د منکرینو اعتراضاتو ته یې د رد دلایل وړاندې کړل. نوموړي په پای کې د محصلینو او سيمینار د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu