د ننګرهار پوهنتون له منسوبینو څخه د دیني زده کړو نصاب ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۲:۵۲
picture

یاده تحریري ازموینه ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د هغوی د پوهې کچې او د دیني زده کړو درسي نصاب مؤثریت معلومولو په موخه واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د ازموینې له صحنې څخه د نظارت پر مهال  ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د دعوت او ارشاد امریت د دیني زده کړو نصاب او اصلاحي برنامې په دوامداره توګه تعقیب او خپله دیني پوهه زیاته کړي.
نوموړو د دعوت او ارشاد امریت له مسؤلینو مننه وکړه، چې په بېلابېلو وختونو کې یې د پوهنتون ټولو کارکوونکو ته ګټورې برنامې دایر کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلین مولوي مهربان شاه مدني او مولوي نجیب الله ثاقب د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ټاکلي مهال وېش له مخې د قرانکریم ترجمې او اصلاحي برنامو تر څنګ د دیني زده کړو نصاب تدریسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ امارتي او خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته د جوړ شوي دیني او علمي سيمینار دویمه ورځ د ټاکل شوې اجنډا سره سمه جریان لري.

یاد ۶ ورځنی سيمینار د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام په لارښوونه او د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د ننګرهار او لغمان امارتي پوهنتونونو سربېره د ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو سلګونه تنو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د علمي چارو مرستیال د فارغېدونکو ماسترانو په دفاع غونډه کې ګډون وکړ.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي هارتیکلچر څانګې ماسترۍ برنامې لومړۍ دورې فارغېدونکو محصلینو د تیزسونو په دفاع غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۲:۳۸
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ امارتي او خصوصي پوهنتونونو سلګونو تنو محصلینو ته ۶ ورځنی دیني او علمي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام په لارښوونه او د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د ننګرهار او لغمان امارتي او ننګرهار مېشتو بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو نږدې ۵۰۰ تنو محصلینو ته ۶ ورځنی دیني ـ. . .

BACK TO NEWS

User account menu