د ننګرهار پوهنتون له لوري د جوړېدونکي ملي کنفرانس علمي کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۹:۳۴
picture

د ننګرهار پوهنتون له خوا ( د هېواد په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت تدریس، ارزښت او اغېزې) تر سرلیک لاندې د جوړېدونکي ملي کنفرانس علمي کمېټې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې په کې د شرعیاتو پوهنځي رهبرۍ، د څانګو آمرینو او استادانو ګډون کړی و.

د یادې غونډې پر مهال د ۱۰ نویو ترلاسه شویو مقالو ارزونه او بیا کتنه وشوه او همدارنګه د کنفرانس د موضوعاتو په ترتیب، بشپړتیا او د کمېټې اړوند فعالیتونو په وخت ترسراوي او ښه والي باندې بحثونه او نظریات وړاندې شول.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د کنفرانس د علمي کمېټې له غړو مننه وکړه، چې په منظم شکل مجلسونو کې برخه اخلي او د چارو په  ترسره کولو کې فعال دي.

نوموړي زیاته کړه: چې د کنفرانس علمي کیفیت لوړتیا او اغېزمنتیا لپاره باید د ټاکل شوي طرزالعمل له مخې هڅې ترسره او د کنفرانس مربوطه مقالې د سمې ارزونې وروسته تائید شي.

د غونډې پر مهال د هر محور مقالو کتنې لپاره د کمېټو په جوړولو، د مقالو له لیکوالانو د مقالې لنډیز غوښتنې او نورو موضوعاتو په اړه د غونډې ګډونوالو نظریات شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون له خوا جوړېدونکي دې کنفرانس ته د روانې جدي میاشتې تر ۳۰ مې نېټې مقالې منل کېږي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu