د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه

nu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۸:۵۸
image

 

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي په مشرۍ غونډه وکړه.

په یاده غونډه کې، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو استازو په کې برخه لرله، د پوهنځیو په کچه د محصلینو د فرهنګي کمېټو جوړول، د ملي او نړیوالو ورځو نمانځل، جدیدالشمول محصلانو ته د پوهنتون د پېژندنې غونډو جوړول او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د غونډې په پای کې د فرهنګي کمېټې د غړو له خوا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنیار مبارز ځیرمن د کمېټې د نوي مشر او د محصلانو د خدمتونو انسجام آمر اسلام الدین اخلاص مند د کمېټې د منشي په توګه وټاکل شول او د کمېټې د مخکېني مشر او د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنیار شریف الله ویاند د خدمتونو او هلو ځلو قدردانی وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د قرآن کریم اعجاز، تلپاتې عظمت او پیغام) تر سرلیک لاندې دیني او علمي سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام له خوا تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته د پوهنتون په جامع مسجد کې سلګونو تنو لیلیه محصلینو ته ارایه شو.
د سيمینار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۲ میلیونه او ۳۱۴ زره افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پوهنځیو او څانګو د ترمیم چارې پیل شوې.

د دې ترمیماتي پروژې پر مهال به د پوهنتون مرکزي لیلیې د مسجد شریف سربېره د طب، ژبو او ادبیاتو، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کرنې پوهنځیو او تدریسي روغتون اداري او تدريسي ودانۍ،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون ۱۰۵ تنه محصلین د انګلیسي ژبې ګرامر روزنیز کورس څخه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۱۰۵ تنه محصلین د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا جوړ شوي د انګليسي ژبې ګرامر له څلوېښت ورځني کورس څخه فارغ او سندونه یې ترلاسه کړل.

د مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS

User account menu