د ننګرهار پوهنتون علمي شورا غړو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره غونډه وکړه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۲۵
Picture

په یاده غونډه کې، چې د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې د جمادی الاول په ۴ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رهبرۍ سربېره په کې د علمي شورا او لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي غړو برخو لرله، د پوهنتون د علمي لاسته راوړنو، استادانو او محصلینو ظرفیت لوړونې پروګرامونو، لیسانس او فوق لیسانس برنامو پیاوړتیا، د پوهنځیو او څانګو ایجاد او په چارو کې د شته ستونزو حل په اړه بحثونه وشول او بېلابېلو برخو کې د پوهنتون غوښتنې منظور شوې.
د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د پوهنتون په اوسني علمي، تدریسي او رغنیز وضعیت، ستراتیژیک پلان، کیفیت لوړاوي فعالیتونو، پوهنتون له خوا د اسلامي ثقافت په اړه جوړېدونکي ملي کنفرانس چمتووالي او نورو علمي هڅو په اړه معلومات وړاندې کړل او یادو برخو کې یې د لوړو زده کړو وزارت د محترم مشرتابه له ملاتړ څخه مننه وکړه. 
نوموړي همدارنګه د پوهنتون راتلونکي پلانونه، ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر صاحب سره د حل په موخه شریک کړل او په یادو برخو کې یې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په تېر یوه کال کې ددې پوهنتون د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو او لاسته راوړنو ګذارش د وزارت له محترم مشرتابه سره شریک کړ.
د ناستې په دویمه برخه کې ازاد بحث ترسره شو او د علمي شورا غړیو د ننګرهار پوهنتون د پرمختګ او بهبود په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.
د علمي شورا غونډې ته د وینا پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د ټولنې په پرمختګ او اصلاح کې د پوهنتونونو او اکاډمیکو اشخاصو په رول خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون په وروستیو لاسته راوړنو یې د خوښۍ څرګندونه وکړه.
نوموړي وویل: پوهنتونونه باید په علمي او تحصیلي ډګر کې د ځان بسیاینې لور ته چټک ګامونه پورته کړي او په یاده برخه کې د نورو له احتیاجه ځان خلاص کړي.
سرپرست وزیر د پوهنتون رهبرۍ او شورا غړو ته د اخیستي اعتبار د ساتنې سپارښتنه وکړه، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او د پوهنتون تدریسي روغتون لپاره د کوچنیانو جراحي وارډ، د لیلیې د زړو بلاکونو ترمیم او د نیمه کاره ودانیو د چارو د بشپړاوي پروژې منظورې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

BACK TO NEWS

User account menu