د ننګرهار پوهنتون علمي شورا غونډه وکړه

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۹:۱۰
Image

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د پوهنتون د علمي، تدریسي، تقرر او ترفیعاتو، د محصلینو د عرایضو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د شورا اجنډا د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د مجلس له غړو سره شريکه کړه، چې د ننګرهار سربېره د کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان او کندز پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۱۰ کیسونه، د رتبې تثبیت ۲ کیسونه، د څلورو تنو د تقرر او د یوه تن انفکاک کیسونه، د ۴ تنو قراردادي استادانو تقرر، د پوهنځیو د څانګو علمي شوراګانو د غړو ټاکنو لپاره د هیئت تعینول، د محصلینو عرایض څېړل او يو شمېر نور متفرقه مسايل هغه موضوعات وو، چې په اړه یې بحث او پرېکړې وشوې او د وروستیو کړنو په موخه اړوندو څانګو ته محول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu