د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامو څخه ۵۵ تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۳۴
انځور

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له تفسیر او حدیث او فقهې او قانون څانګو ماسترۍ برنامو څخه په  یوولسمه او دولسمه دوره کې ۵۵ تنه علماء کرام او مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون په جامع مسجد کې فراغت غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس او مرستیالانو، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس، شرعیاتو پوهنځي مسؤلینو او استادانو، امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې رئیس، علماء کرامو، فارغانو او د هغوی د کورنیو غړو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام‌الله مدني په خپله وینا کې فارغانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې په هېواد کې د اسلامي نظام له حاکمېدو وروسته د لوړو زده‌کړو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، چې له امله یې په پوهنتونونو کې د دیني او عصري څانګو د ماسټرۍ او دوکتورا ګڼې برنامې ایجاد شوي او د دغو برنامو پراختیا دا څرګندوي چې نظام د مسلکي او علمي کادرونو روزنې او پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري.
نوموړي له ماسترۍ فارغو علماء کرامو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل علم او تخصص د ملک خدمت او اسلامي ټولنې د هوساینې لپاره وکاروي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس مولوي فضل کریم صدیقي او د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي سراج الدین عمر منصور د غونډې نور ویناوال وو، چې د علم پر ارزښت یې خبرې وکړې او ویې ویل، د علم او علماوو مقام په اسلام کې ډېر لوړ دی او د دیني علومو زده کړه یو ستر مسؤولیت دی، چې باید د دنیوي ګټو لپاره نه بلکې د الله تعالی د رضا لپاره ترسره شي، څو خلکو ته یې ګټه ورسیږي.
غونډه فارغانو ته د سندونو په ورکړې او دعا سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲۱ کادري بستونو لپاره له ۴۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، لغمان، کندوز، میهن او افغان پامیر امارتي او خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۳۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د ساري ناروغیو مخنیوي او لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې او ارزونې عمومي مدیریت له خوا اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ساري او انتاني ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه.

یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په ګډو هڅو د پوهنتون په جامع مسجد کې ترسره شوه، چې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو، دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu