د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو له تدریسي بهیر نظارت وکړ.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي د پوهنتون په داخلي کمپس کې د بېلابېلو پوهنځیو روان تدریسي بهیر څخه د نظارت پر مهال د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو حاضرۍ کنترول کړې.

د پوهنتون رهبرۍ د پوهنځیو مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره په جلا جلا لیدنو کې هغوی ته سپارښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت لوایحو او مقرراتو په رڼا کې خپلې تحصیلي چارې مخ ته یوسي او د خپلسرو رخصتیو او غیر حاضریو څخه ډډه وکړي، چې د هغوی له خوا د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu