د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ ددې پوهنتون د طب پوهنځي له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۲۰
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو د طب پوهنځي روانې علمي، تدریسي او اداري چارې له نږدې ولیدې او مسؤلینو ته یې د چارو سمون او لا زیات مؤثریت اړوند لازم هدایات وکړل.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په یاد پوهنځي کې د روانو چارو او خدمتونو ارزونې وروسته مسؤلین خپلو دندو ته متوجه کړل او د محصلینو عملي زده کړو پیاوړتیا، کړنو ښه تنظیم او ورڅخه پر وخت نظارت اړوند یې هغوی ته سپارښتنې وکړې.

د پوهنتون رئیس وویل: استادان باید د ورځني پلان له مخې د علمي معیارونو سره سم تدریس وکړي او درسي ساعت ته پوره اماده ګي ولري.

ښاغلي مدني د یاد پوهنځي روانې چارې د پام وړ وبللې او ویې ویل، چې د پوهنځي ټاکلو اهدافو ته د رسېدنې لپاره باید لا زیات کار او هلې ځلې ترسره شي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي خپلو خبرو کې د طب پوهنځي پرمختګ لپاره په کارونو کې همغږي او تعهد اړین وباله او د پوهنځي مسؤلینو ته یې د نصاب اړوند نیمګړتیاوو اصلاح، د استادانو او محصلینو مسلکي پوهې لوړاوي، څېړنیزو فعالیتونو پراختیا او د علاقې له مخې چارو ترسراوي اړوند لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د طب پوهنځي رئیس پوهنوال محمد عظیم عظيمي د پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې په دوامداره توګه به د پوهنځي چارو بهبود لپاره نه ستړي کېدونکي فعالیتونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu