د ننګرهار پوهنتون رئیس د طب او کمپیوټر ساینس پوهنځيو د ازموینو بهیر نه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۲:۷
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د محصلانو چارو مرستيال حافظ سید محمد قاسم هاشمي، د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم او د یادې کمېټې غړي پوهنوال سید اکرم هاشمي یې ملتیا کوله، د طب او کمپیوټر ساینس پوهنځیو د ازموینو له صحنو لیدنه او نظارت ترسره کړ.

د ليدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه او مسؤلینو ممتحنو استادانو ته لارښوونه وکړه، چې ازموينې دې له اصولو سره سم په پوره روڼتيا او شفافيت واخلي او پايلې دې یې په خپل وخت له محصلينو سره شريکې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu