د ننګرهار پوهنتون د مخې پلې لارې، ویالې او ګلدانونو د جوړېدو چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې او بشپړېدو ته نږدې شوي دي.
په یاده رغنیزه پروژه کې یو کیلومتر او ۱۲ متره پلې لاره، ویاله، ګلدانونه او د پوهنتون د عمومي دروازې جوړېدل شامل دي، چې د جلال آباد ښاروالۍ له خوا د UNOPS ادارې د ۲۳.۴ میلیونه افغانیو په مالي مرسته جوړېږي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په ملتیا د دلوې په ۲مه نېټه د یادې پروژې د ترسره شوي کار څخه لیدنه وکړه.