د ننګرهار پوهنتون او نورو خصوصي پوهنتونونو ۳۹ تنو بې وزله محصلینو سره نغدي مرسته وشوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۳:۰
picture

یاده مرسته د (HHRD) موسسې له لوري د ( زده کړې ملاتړ پروګرام ) په لړ کې ترسره شوه.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د غونډو تالار کې ددې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت له لوري مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ، د (HHRD) ادارې مسؤلینو او محصلینو په کې برخه اخیستې وه.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په خپلو خبرو کې د (HHRD) ادارې د یادې مرستې، په تېر کې محصلینو ته د امکاناتو برابرولو او مالي ملاتړ سربېره په پوهنتون کې د نوموړې موسسې له لوري د ترسره شویو رغنیزو فعالیتونو ستاینه او مننه وکړه.
نوموړي یاده مرسته جاریه صدقه وبلله او ترسره کوونکو ته یې د الله تعالی له درباره د اجر غوښتنه وکړه.
د (HHRD) ادارې مشر عبیدالله فیصل ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ علمي کور یاد کړ او زیاته یې کړه، چې په همدې پوهنتون کې یې زده کړې کړي او خوښ دی، چې اوس یې د نورو همکارانو په ملتیا خدمت کوي.
د غونډې پر مهال د (HHRD) موسسې د ( زده کړې ملاتړ پروګرام ) مسؤل پاچا خان الفت د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې به هم له پوهنتون سره همکاري کوي.
د غونډې په پای کې د پوهنتون رهبرۍ غړو او د یادې موسسې مسؤلینو په ګډه پر محصلینو نغدي مرسته ووېشله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu