د ننګرهار پوهنتون او میوند طبي لابراتوار تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۳:۱۸
picture

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به میوند طبي لابراتوار د ننګرهار پوهنتون محصلینو او منسوبینو ته په ۴۰ سلنه تخفیف لابراتواري معاینات ترسره کوي او راتلونکي کې به دواړه لوري  ورکشاپونه، سيمینارونه او ګډ روزنیز پروګرامونه جوړوي.
د یاد تفاهملیک د لاسلیک پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د میوند طبي لابراتوار مسؤلینو او د پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو برخه لرله.
د میوند طبي لابراتوار رئیس ډاکتر محمد انور امرخېل په خپلو خبرو کې د میوند طبي لابراتوار د خدماتو، امکاناتو، نورو ادارو سره د ترسره کړیو هوکړه لیکونو او اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړل او ننګرهار پوهنتون سره د ګډو همکاریو تړون لاسلیکول یې د خپل لابراتوار لپاره ستر ویاړ وباله.
نوموړي وویل: میوند طبي لابراتور به هڅه وکړي، چې د پوهنتون محصلینو او منسوبینو ته په کم قیمت غوره او معیاري لابراتواري خدمات ترسره کړي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د میوند طبي لابراتوار د یاد اقدام ستاینه وکړه او د متقابلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu