د ننګرهار پوهنتون او التقوی لوړو زده کړو موسسې تر منځ د ماسترۍ برنامو په برخه کې د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسليک شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۸
Picture

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به ننګرهار پوهنتون د التقوی لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو کې د ماسترۍ د نویو برنامو د ایجاد په برخه کې همکاري کوي.

یاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـ/ـولوي احسان الله ناصح او د التقوی لوړو زده کړو موسسې د رئیس ښاغلي خوشحال جواد له خوا لاسلیک شو.

د التقوی لوړو زده کړو موسسې رئیس ښاغلي خوشحال جواد په تېر کې له خپلې تحصیلي موسسې سره د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیکې مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د مننې تر څنګ يې په راتلونکې کې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـ/ـولوي احسان الله ناصح د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او نوموړي ته یې په اړونده برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د یاد تفاهم لیک د لاسلیک پر مهال د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د یادې موسسې یو شمېر مسؤلینو هم برخه لرله.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۷ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي اداره او تجارت څانګې ماسترۍ برنامې (اېم بي ای) څخه په ۷ مه دوره کې (۲۷) تنه علمي او مسلکي کادرونه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

په همدې مناسبت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د نوې لیلیې نیمه کاره ودانۍ پاتې رغنیزې چارې پیل شوې.

د ننګرهار پوهنتون په داخلي کمپس کې د نوې لیلیې شپږ پوړیزه ودانۍ، چې چارې یې نوي سلنه ترسره شوي، پاتې کارونه یې پیل شول.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یادې رغنیزې پروژې لګښت دولس. . .

BACK TO NEWS

User account menu