د ننګرهار پوهنتون انجینرۍ او اقتصاد عمومي تدریسي مدیر بستونو خبرتیا
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د وړتیا له مخې د ازادي سیالۍ ازموېنې له لارې په کار پوه اشخاصو ته اړتیا لري:
ټول په شرایطو برابر کاندیدان(نارینه او ښځینه) چی دافغانستان تابعیت ولري کولی شي چې له ۱۳۹۹/۷/۱۲ نېټې څخه تر ۱۳۹۹/۷/۲۲ نېټی پورې د غوښتنی ځانګړې فورمی (د ننګرهار پوهنتون د بشری سرچینو آمریت د استخدام عمومی مدیریت ) نه او د ننګرهار اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست څخه د کارموندنې فورمه ترلاسه کړي.