د ننګرهار ولایت لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون فوق العاده استازي د یوه پلاوي په ملتيا د نړيوال اسلامي پوهنتون د ودانيزو چارو څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۹:۴۴
image

 

د ننګرهار ولایت لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت په داسې حال کې، چې د ننګرهار پوهنتون یو شمېر استادانو يې ملتيا کوله، د نړیوال اسلامي پوهنتون ساحې او همدارنګه د یاد پوهنتون د احاطې دېوال پروژې ترسره شوې چارې له نږدې وليدې.

ښاغلي صداقت د پوهنتون د ساحې نه د لیدنې پر مهال وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه ترې د نړیوال اسلامي پوهنتون لپاره د ځانګړې شوې ځمکې، د احاطې دېوال د کار څرنګوالي او ځینو نورو مسایلو په اړه معلومات غوښتي، چې په همدې خاطر یې د ننګرهار پوهنتون د محترمو استادانو په ملتیا، چې په تېر کې یې ددغې سترې پروژې د نظارت دنده په غاړه لرله، سیمې ته سفر وکړ.

نوموړي زیاته کړه: د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا یاده پروژه د قطر هېواد ته سپارل شوې، چې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني ورسره په دې اړه لومړنۍ خبرې کړي او ډېر ژر به ددې سترې پروژې چارې بیاځلي پیل شي.

د هغه په وینا، په سيمه کې مېشت قومونه د نوموړې پروژې په تطبیق کې له امارت سره همکار دي او تمه ده، چې د يادې پروژې چارې به څرنګه چې پلان شوي، په هماغه ډول پرمخ ځي او پر وړاندې به يې هيڅ ستونزه او خنډ نه رامنځته کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د نړیوال اسلامي پوهنتون لپاره د ننګرهار ولایت د روداتو په ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې د احاطې چارې یې نږدې ۸۰ سلنه پر مخ تللي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu