د ملګرو ملتونو د تمثيل ملي سیالیو ګټونکي محصلین وستایل شول

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۲:۷
image

 

د ننګرهار پوهنتون ۶ تنو او د التقوا لوړو زده کړو موسسې دوه تنو محصلینو، چې د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د محصلینو تر منځ د ملګرو ملتونو د تمثيل سیالیو کې یې لوړ مقامونو ترلاسه کړي وو، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه له خوا تقدیر شول.

د ملګرو ملتونو د تمثيل یادې درې ورځنۍ سیالۍ د مولانا (رح) بنسټ له خوا د بلخ د نخبه ګانو په پوهنتون کې د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د محصلینو تر منځ جوړې شوې وې، چې تر ټولو زیات امتیازونه په کې د ننګرهار پوهنتون ۶ او د التقوا لوړو زده کړو موسسې ۲ تنو محصلینو (باتور ځلاند، واجدالله حکمزي، عبدالرحمن شفق، سلېمان صافي، محمد طاهر امین، بلال عزیزي نیازي، حکیم رحیمي او صهیب اميري) ترلاسه کړل.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ګټونکو محصلینو ته مبارکي وویله او د ستاینلیکونو په ورکړې سره یې د هغوی قدردانی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د ستاینلیکونو د ورکړې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي او د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنیار احمد جمیل پوپل زي هم حضور درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

BACK TO NEWS

User account menu