د مقاله لیکنې سیالۍ خبرتیا!

sakhizada_admin

 

د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په پام کې لري، چې د مقالو انلاین سیالي ترسره کړي. لیکل شوې مقاله باید ستاسو په سیمه کې د ټولنیزې سولې د ټینګښت او د شخړو حل په برخه کې د یوه فعال/فعالې د ژوند او کارونو په اړه وي. په کوم شخص چې مقاله لیکل کېږي، باید ډېر مشهور نه وي او د مقالې حجم له (۴۰۰) کلمو زیات نه وي او د پښتو او دري ژبو څخه په یوې لیکل شوې وي.

د ننګرهار پوهنتون هغه محصلین (ورونه او خویندې) چې غواړي په نوموړې سیالۍ کې ګډون وکړي، خپله مقاله دې د راتلونکې دلوې میاشتې تر ۲ نېټې د اړیکو له شمېرې سره یو ځای په لاندې برېښنالیک راولېږي:

naeemjansarwary@gmail.com

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

کارموندنه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۲۳
Background image

دساينس پوهنځي د جيولوجي معادن څانګې د کادر بست اعلان!

داوطلبان کولاي شي چې ياد علمي کادر بست  ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، د وزارت له ويبپاڼې څخه د همدې اعلان . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۹
Background image

دکمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې د کادر بست اعلان

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادربست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې ، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، دلوړو زده کړو وزارت له ويب پاڼې څخه د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۵
Background image

داقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي څانګې د کادر بست اعلان!

داو طلبان کولای شي چې يادعلمي کادربست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې ، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، دلوړو زده کړو وزارت له ويب پاڼې څخه د . . .

Back to announcements

User account menu