د لوړو زده کړو وزارت د تدریسي روغتونونو ارزوونکي پلاوي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۲۷
picture

د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت اړوند د ټولو پوهنتونونو د تدریسي روغتونونو د اړتیاوو او وړتیاوو د تثبیت په موخه ټاکل شوي ۵ کسیز هیئت ننګرهار پوهنتون ته د سفر په ترڅ کې ددې پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.
د لیدنې پر مهال دوکتور عزیز د خپل سفر د موخو په اړه د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د خپل کاري ټیم په ملتیا به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون وړتیاوې تثبیت او د اړتیاوو په اړه به یې راپور چمتو او لوړو زده کړو وزارت مقام سره شریک کړي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت مقام او د پلاوي له غړو مننه وکړه، چې ننګرهار پوهنتون ته راغلل او ددې پوهنتون د تدریسي روغتون ارزونه کوي.
ښاغلي مدني ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون د هېواد یو له مجهزو روغتونونو یاد کړ، چې د محصلینو د عملي زده کړو ترڅنګ د ختیځ او ټول هېواد ولسونو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د راغلي پلاوي ارزونه به د روغتون د خدماتو عرضې په برخه کې بهبود رامنځ ته کړي او چارې به یې د پخوا په پرتله لا زیاتې ښې او ګړندۍ شي. 
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون په ۱۳۴۴ هـ ش کې تاسیس شوی، ۲۵۵ بستره،۱۲ څانګې لري او په ۷ څانګو کې د تخصص برنامه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

BACK TO NEWS

User account menu