د علمي چارو مرستیال په مشرۍ د تضمین کیفیت راتلونکې بهرنۍ ارزونې ته د چمتووالي په موخه د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو داخلي ارزونه پیل شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۲:۵۳
picture

د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل پوهنوال علي جان عادل به د خپل ټیم په ملتیا د ټاکل شوي مهال وېش سره سم د ۲ ورځو په موده کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو او تدریسي روغتون له خوا تضمین کیفیت اړوند ترسره کړې هڅې وارزوي.

د یادې پروسې پرمهال به، چې د پوهنتون مسؤلین یې د علمي، تدریسي او اداري چارو کیفیت لوړاوي برخه کې ګټور ګام بولي، د پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل د اطمینان ترلاسه کېدو په پار اړونده برخه کې د پوهنځیو فعالیتونه په منظمه توګه وارزوي او د پایلو راپور به یې د پوهنتون له مشرتابه سره شریک کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح وايي، پوهنتون کې د پوهنځیو په کچه دا ډول ارزونه تر دې وړاندې هم ترسره شوې، چې په پایله کې یې د پوهنځیو مسؤلینو ته خپلې نیمګړتیاوې په ګوته او په تعقیب یې د دویم ځل لپاره دا ارزونه ځکه پیل شوه، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې څومره اصلاحات راغلي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu