د علمي چارو مرستیال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استادانو د علمي ترفیعاتو په کنفرانسونو کې ګډون وکړ.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۳:۲۴
picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د یادو کنفرانسونو د پرانیستې وینا پر مهال مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د استادانو اکاډمیکې لاسته راوړنې او وړتیاوې دې په دقیقه توګه او د علمي ترفیعاتو د اصولو په رڼا کې وارزول شي.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د استادانو علمي پرمختګ او ظرفیت لوړونې ته دې جدي پاملرنه وشي او ترفیع کوونکي استادان باید د علمي ترفیع لپاره ټاکل شوي مقررات او تګلارې په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو پوهندوی بریالي عزیزي او پوهندوی سید آقا مسافر پوهنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه خپل کنفرانسونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu