د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي نوی سرپرست رئیس د یاد پوهنځي استادانو او منسوبینو ته وروپېژندل شو

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۲:۰
image

 

د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي استاد پوهنیار عدالت مومند د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي د نوي سرپرست رئیس په توګه د نوموړي پوهنځي استادانو او منسوبینو ته وروپېژندل شو او د مخکېني رئیس پوهنیار نثار احمد مصلح د هڅو او خدمتونو تقدیر او ستاینه وشوه.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل: دا چې د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي مخکېنی رئیس ښاغلی مصلح بهر ته د دوکتورا زده کړو لپاره روان دی، نو د نوموړي پر ځای ددې پوهنځي بل ځوان او فعال استاد پوهنیار عدالت مومند د پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه ټاکو.

نوموړي پوهنیار مومند وړ او په کار پوه شخص یاد کړ، چې په وینا یې، په راتګ سره به یې د پوهنځي چارې لا زیاتې ښې او منظمې شي.

پوهاند بهسودوال د مخکېني رئیس پوهنیار نثار احمد مصلح هلې ځلې او خدمتونه وستایل او د تقدیر په موخه يې نوموړي ته د اعزاز پګړۍ پر سر کړه.

د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي نوي سرپرست رئیس پوهنیار عدالت مومند د پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې په نوموړي یې ددې دندې باور وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به د پوهنځي د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د پېژندنې په یادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي هم حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu