د الفلاح پوهنتون استادانو ته د ننګرهار پوهنتون د مسلکي پرمختيا مرکز له خوا دوه اوونيز روزنيز ورکشاپ ترسره شو

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۳:۱۷
image

 

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ۱۳۹۸ لمريز کال په دلوې مياشت کې د متقابلو مرستو د ترسراوي هوکړه ليک لاسليک شوی و. د ياد هوکړه ليک په رڼا کې د علمي برنامو څارنې، د علمي څېړنو اړوند ګډو فعاليتونو او د الفلاح پوهنتون استادانو ظرفيت لوړونې په برخو کې د ننګرهار پوهنتون د ملاتړ او همکارۍ په پاېله کې يو شمېر لوی فعاليتونه تر سره شوي دي، چې د محصل محورۍ او پاېلو پر بنسټ زده کړو اړوند دوه اوونيز روزنيز ورکشاپ د يادو فعاليتونو د دوام يوه بېلګه ده.

د الفلاح پوهنتون پنځو پوهنځيو شل تنو دايمي پوره وخته استادانو ته د ننګرهار پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز په تخنيکي مرسته د دوکتور محمد دوست صافي له خوا د روان ۱۳۹۹ لمريز کال جدي مياشتې له ۲۸مې نېټې څخه د همدې کال دلوې مياشتې تر نهمې نېټې پورې ترسره شو.

د محصل محورۍ او پاېلو پر بنسټ زده کړو اړوند د روزونکو ياد روزنيز ورکشاپ د ننګرها پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال په پرانستې وينا او د مسلکي پرمختيا مرکز آمر پوهندوی ډاکټر احمد فريد روان په سپارښتنو پېل شو. د ورکشاپ اجنډا تر ډېره د ګډونوالو پر ونډې او عملي کار باندې مخته يوړل شوه. ټولو استادانو له ياد ورکشاپ څخه ډېره زده کړه وکړه او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به نورو استادانو ته ترلاسه شوې پوهه انتقال کړي، څو له دې لارې په ټولو پوهنځيو کې د ټولو استادانو له خوا د محصل محورۍ او پاېلو پر بنسټ زده کړو لپاره عملي کړنې تر سره شي.

د ورکشاپ په پای کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د الفلاح پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د خپلو استادانو د ظرفيتونو لوړولو لپاره هلې ځلې کوي، د محصل محورۍ او پاېلو پر بنسټ زده کړو د ارزښت په هکله يې تاکيدي سپارښتنې وکړې او د علمي برنامو د پراختيا ډاډ یې ورکړ. د الفلاح پوهنتون رئيس ډاکټر سيد معشوق سادات په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون له رهبرۍ څخه د همېشنيو همکاريو او ملاتړ مننه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د ټرېننګ ګډونوالو ته د ترلاسه شوې پوهې او مهارتونو د ساتنې او انتقال په هکله سپارښتنې وکړې او په دې برخه کې له استادانو څخه د عملي نتايجو وړاندې کولو غوښتونکی شو. یاد ورکشاپ ګډونوالو ته د تصديقونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu