د اقتصاد پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې
لرلید Vison
د اقتصادي زده کړې، تدریس، څیړنې او ټولنیزو خدمتونو په چمتو کولو کې به پیژندل شوی پوهنځی وي.
ماموریت Mission
د باکیفیته زده کړې، اغیزمن تدریس او علمي څیړنو په مټ د اقتصاد، مدیریت، سوداګرۍ او پانګوالۍ په برخه کې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د روزل شوي انساني ځواک ټولنې ته وړاندې کول.
ارزښتونه:
که چې یوه اداره غواړي خپل ماموریت ته په ښه توګه تر سره کړي نو اړینه ده چې ځینې ارزښتونه ولري نو په همدې موخه د اقتصاد پوهنځي په علمي، اداري چارو او زده کړیالانو د روزنې په برخه کې لاندې ارزښتونو ته ژمن دي.
- اسلامي او ملي اصولو ته درناوی.
- د خدمت لپاره ژمنتیا درلودل.
- نوښت او خلاقیت رامنځ ته کول.
- د چارو روڼتیا او حساب ورکول.
- د عدالت او برابرۍ تامینول.
- په هر اړخیزه پرمختګ کې په نړیوالتوب باور لرل.
- په پوهې، مهارت، څیړنه او مسلکیتوب اتکأ کول.
د پوهنځي موخې:
د پوهنتون د موخو په رڼا کې د پوهنځي موخې.
دا چې د ستراتیژیک پلان موخه په اوږود مهال کې د برنامو انتخابول دي تر څو په مرسته یې سازمان وکولای شي اوږودمهاله موخې په مؤثره توګه لاسته راوړي نو په همدې اساس د ننګرهار پوهنتون د ستراتیژیکو موخو په رڼا کې اقتصاد پوهنځي لاندې بنسټیزې موخې ټاکلي دي.
- د څیړنې په برخه کې معیاري کړنو تر سره کول او د ټولنې ضرورتونو ته په کتو علمي څیړنې تر سره کول.
- د پوهنځي برنامې په نړیوال معیارونو برابرول او د نوو برنامو لپاره زمینه برابرول.