دکرنې پوهنځي د تدريس او محصلينو د ارزونې ميتودونه
د کرنې پوهنځي د تدریس د ميتود ارزونه
د کیفیت د تضمین د 7 معیار مطابق د هر سمستر په یوولسمه او دیارلسمه اونۍ کې د تضمین کیفیت کمېټې او څانګو لخوا د استاد د تدریس څخه ارزونه ترسره کېږي. د ارزونې د پايلو فیډبَک له استاد سره شریکیږي ترڅو په راتلونکي سمستر کې یادې شویو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.
د محصلینو ارزونه:
د لوړو زده کړو بنسټونو د کریدیت سیستم د لایحې له مخې د محصلینو ارزونه په لاندې ډول ترسره کیږي:
- ورځنۍ ارزیابي، کورنۍ دندې، ټولګي وړتيا او عملي کار (تمرینات): 20 نمرې .
- د سمستر منځنۍ ازموینې : 20 نمرې .
- د سمستر ورستۍ یا فاینل ازموینې: 60 نمرې .