دطب پوهنځي د کادر بستونو اعلان!
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام عمومي مدیریت خبرتیا ))
دننګرهار پوهنتون رياست اړوند د طب پوهنځي رياست په لاندې خالي بستونو کې د ازادې سيالۍ ازموينې له لارې په علمي کادر کې په شرايطو برابرو اشخاصو ته اړتيالري.
ټولو په شرايطو برابرو کانديدانو چې په ذکر شوي څانګه کې د دوکتورا او يا ماسټرۍ په سويه لوړې زده کړې يې ترسره کړې وي خپل غوښتنليکونه دې له خپلو تحصيلي اسنادو او تابعيت تذکرې سره يوځای له ۱۴۴۵/۴/۲۴ مطابق ۱۴۰۲/۸/۱۷نېټې څخه تر ۱۴۴۵/۵/۱۷مطابق ۱۴۰۲/۹/۹ نېټې پورې دننګرهار پوهنتون دعلمي چارو معاونيت اړوند د استاذانو چارو آمريت وسپاري.
درنښت.
دننګرهار پوهنتون اداره