دستوماتولوژي پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې
ليدلوری(Vision)
ننګرهار پوهنتون –ستوماتولوژي پوهنځی غواړي ، چې د نړېوالو او سيمه ايزومعيارونو په پام کې نيولو سره دستوماتولوژي په برخه کې د کادرونو د روزنې، دڅېړنو، لیکنو، روغتياېي ) ستوماتولوژي په برخه کې ( خدمتونو په ترسره کولو کې د علم او تکنالوژۍ پرمختګ او د پلي کولو له لارې د اغېزمن ،دوامداره ټولنيز،اقتصادي پرمختګ او سوکالي رامېنځته کولو هوډ لر ي .
ماموريت (Mission )
ستوماتولوژي پوهنځی د هېواد او سیمې په کچه دستوماتولوژي په مسلک کې وړ او معیاري کادرونه روزي، چې د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ په هېواد او سیمه کې شته روغتيايې ، څيړنيزو او روزنيزو ستونزو ته د حل لارې ولټوي او د پرمختګ لپاره یې هلی ځلې کوي.
موخې(Goals )
ستوماتولوژي پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:
- د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر د ستومالوژي پوهنځی جوړول
- د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د معیاري ودانیو رغونه ،مادي او کاري وسایلو برابرول
- د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کو ل
- د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول
- د لوړو زده کړو وزارت، ولایت، ډونرانو، پراختیایي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ستوماتولوژي پوهنځی څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړیکو ټینګو ل
- د وخت او اړتیاوو له غوښتنو سره سم دستوماتولوژي په برخه کې د مسلکي اشخاصو روزل
- د وګړو د ژوندانه د کېفیت او ورځني عاید لوړول
- د نوي تکنالوژي معرفي او خپرول