دحقوقو پوهنځي د تدريس او محصلينو د ارزونې ميتودونه

د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې د زده کړې موده

  • د کريډيت سيستم د لايحې د حقوقو او سياسي علومو  په پوهنځي کې د تحصيل موده په اوسط ډول څلور تحصيلي کاله ده، چې په ټول هېواد کې د ليسانس دورې لپاره همدا څلور کاله اوسط حد ټاکل شویدی.
  • د ستونزو د موجوديت په صورت کې ليسانس دوره تر ۲ نورو کلونو هم غځېدلی شي، يعنې د ليسانس ټوله دوره بايد حد اکثر په شپږو کلونو کې پای ته ورسيږي، که څوک پدې موده کې د ليسانس د سند په ترلاسه کولو بريالی نه شي، له پوهنځي څخه په دايمي ډول اخراجيږي.
  • د لېسانس د تحصيل ټوله دوره په  ۸ سمسترونو کې پای ته رسېږي.
  • هر تحصيلي سمستر  ۱۶ درسي اونۍ او حد اکثر درې اونۍ ازموينې په بر کې نيسي.

د کريډيت سيستم عمومي اصول

د حقوقو او سياسي علومو  په پوهنځي کې زده کړه د کريډټ سيستم مطابق ترسره کېږي. نوموړی سيستم د لوړو زده کړو په بهير کې يو نوی او پرمختللی سيستم دی، چې  موخه يې محصل ته د تحصيل په بهير کې د پراخو درسي امکاناتو برابرول دي. پدې سيستم کې محصل د يو کتاب د مطالعې پر ځای د اضافه مطالعې پر لور هڅول کيږي او د لکچر د ارايې پر ځای د تدريس له عصري او نويو ميتودونو څخه کار اخيستل کيږي.

کريډت يو درسي واحد دی، چې له مخې يې په ټوله تحصيلي دوره کې د هر مضمون برخه ټاکل کيږي، يو کريډټ له ۱۶ درسي ساعتونو سره برابر دی، چې هر درسي ساعت ۵۰ دقيقې وخت په بر کې نيسي. د دې سيستم له مخې د هر سمستر په نهايي ازموينو کې د ګډون لپاره (۷۵) فيصده حاضري يو لازمي امر دی. د دې سيستم په درسي نصاب کې مضامين پر څلورو کټګوريو وېشل شوي دي چې عبارت دي له:

۱-  اساسي مضامين۲- تخصصي مضامين۳- پوهنتون شموله مضامين۴- اختياري مضامين.

ازموينې او د محصلينو د ارزيابۍ طريقې

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په دواړو څانګو کې محصل د صنفي فعاليت، کورنۍ دندې،  د سمستر د منځنۍ ازموينو، او نهايي ازموينو په اساس ارزيابي کېږي.

محصل هغه وخت بل سمستر ته ارتقاء کولای شي چې د سمستر نيمايي کريډيټونه تکميل کړي. که چېرې يو محصل له نيمايي نه په زياتو کرېډېټونو کې ناکام، محروم يا غايب شي، پدې صورت کې د ټول سمستر لپاره ناکام ګڼل کېږي. په عين سمستر کې له نيمايي نه په زياتو کرېډېټونو کې دوه ځلې ناکامېدل د محصل د دايمي اخراج سبب ګرځي. د مضمون د کاميابۍ لپاره د (۵۵) نمرو ترلاسه کول اړين شرط دی، د دې ترڅنګ په هر سمستر کې د (۶۰) فيصده عمومي اوسط ترلاسه کول هم ضروري دي. په لومړي ځل د عمومي اوسط نه پوره کول د اخطار سبب ګرځي او که دويم ځل په ورپسې سمستر کې بيا هم پورتنی اوسط تکميل نه شي، د محصل د اخراج سبب ګرځي، په دويم چانس کې له دریو نه په زياتو مضامينو کې ناکامي د ټول سمستر د ناکامۍ سبب ګرځي. او په درېيم چانس کې ناکامي هم دټول سمسترد ناکامۍ سبب ګرځي ، او په درېيم چانس کې ناکامي په دايمي ډول د پوهنځي څخه د اخراج لامل کېږي، خو په دې شرط چې ناکامي په اختياري او پوهنتون شموله مضامينو کې نه وي.

دوه کاله سر په سر ناکامی د پوهنتون څخه د اخراج سبب ګرځي ،او که ټوله تحصیلی دوره په نهایت کې په شپږوکلونو کې بشپړکړی، نوتحصلی دوره یی تکمیل اومؤفقانه ګڼل کیږی. په ټوليزه توګه په يوه سمستر کې د يو محصل ارزيابي په لاندې توګه ترسره کېږي:

ګڼه

د ارزونې برخې

د نمرو وېش

۱

کورنۍ دنده

۱۰ نمرې

۲

صنفي فعاليت او حاضري

۱۰ نمرې

۳

منځنۍ ازموينه

۲۰ نمرې

۴

د سمستر وروستۍ ازموينه

۶۰ نمرې

ټولې نمرې

۱۰۰ نمرې

د محصل حقوق او امتيازات

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل د خپل تحصيل په جريان کې لاندې حقوق او امتيازات لري:

  1. په تحصيلي برنامو کې نظري او عملي زده کړو ته لاس رسی لرل.
  2. د اړوندو لوايحو مطابق د پوهنځي له زده کړه اييزو امکاناتو څخه استفاده کول.
  3. د زده کړې د وضعې د ښه والي لپاره وړانديزونه مطرح کول.
  4. له پوهنتون له سپورتي کلوپونو او روغتيايي خدمتونو څخه برخمن کېدل.
  5. د تقنيني سند مطابق د لېسانس په دوره کې د امتيازاتو څخه استفاده کول

د محصل مکلفيتونه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل د خپل تحصيل په جريان کې لاندې مکلفيتونه لري:

  1. د اسلام د مقدس دين ټولو اساساتو او اصولو ته پابندي او درناوی کول.
  2. د هېواد د نافذه قوانينو، مقرراتو، لايحو، تصويبونو او اړوندو کړنلارو د حکمونو رعايتول.
  3. په درسي برنامو کې فعال ګډون کول.
  4. د پوهنتون او پوهنځي رهبري هيئت، استادانو او ټولو منصوبينو ته  بشپړ احترام کول.
  5. ټولو محصلينو ته متقابل احترام او خپلو ټولګيوالو سره متقابلې نېکې اړيکې درلودل.
  6. د اکاډميک چاپېريال د نظم او دسپلين رعايتول او د نورو له ځورولو څخه ډډه کول.
  7. د موسسې په داخل کې د هر ډول سياسي او ګوندي فعاليتونو څخه ډډه کول.
  8. د پوهنتون او پوهنځي سره د په بيلابېلو برخو کې لازمه همکاري کول.
  9. په پوهنتون کې له ودانيو، وسايلو او نورو اسانتياوو څخه مسولانه استفاده کول.
  10. په درسي ټولګيو او پوهنتون په داخل کې د نظم او دسپلين اصول رعايتول.

​​​​​​​محصل ته د تدريس ژبه او تګلاره

د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې تدريس د هېواد په رسمي ژبو صورت نيسي.

د تدريس روشونه

سوال/د جلسې ځواب

فردي تشريحات

ډله ييز بحثونه

انځوريز او غږيز تدريس

کورنۍ دندې

صنفي ازموينې

داخلي ازموينې

سمينارونه

عملي کار

لکچر

د غوره او ممتازو محصلينو هڅونه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی تل هڅه کوې، چې د پوهنځي ممتاز او فعال محصلین وهڅوي. پدې لړ کې د ممتازو محصلينو ستاينغونډې او نورې ګټورې برنامې په لاره اچول کېږي.

User account menu