دانجينري پوهنځي په اړه
انجینري پوهنځی باره کې
د انجینري پوهنځی د ننګرهار پوهنتون له مهمو او مخکښو علمي بنسټونو څخه دی چې په ۱۳۵۷ هـ ش (۱۹۷۹ م) کال کې تاسیس شوی دی. دا پوهنځی د هېواد د تخنیکي او زیربنایي پرمختګ لپاره د مسلکي او وړ انجینرانو د روزنې په موخه فعالیت کوي. د انجینري پوهنځی هڅه کوي چې د معیاري تدریس، عملي زده کړو او علمي څېړنو له لارې داسې فارغان وروزي چې وکولای شي د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ په بېلابېلو انجینري برخو کې اغېزمن رول ولوبوي.