دالماني ژبې او ادب څانګې تاريخچه
لکه څنګه چې څرګنده ده، د افغانستان او د المان فدرالي جمهوریت ترمنځ له څو لسیزو راهیسې دوستانه او نېکې اړیکې موجودې دي. د المان فدرالي جمهوریت د افغانستان له دولت او ولس سره په علمي، فرهنګي، تعلیمي او پراختیايي برخو کې د پام وړ همکارۍ کړې دي او دا همکارۍ تر اوسه هم دوام لري.
په معاصرې نړۍ کې الماني ژبه د علم، ټکنالوژۍ، صنعت، څېړنې او لوړو زدهکړو له مهمو نړیوالو ژبو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله، په ګڼو هېوادونو کې د الماني ژبې او ادب زدهکړې ته ځانګړې پاملرنه کېږي. افغان ځوانان هم د علمي پرمختګ، مسلکي ودې، د کار موندنې د فرصتونو د زیاتوالي او په هېواد دننه او بهر، په ځانګړې توګه په المان کې، د لوړو زدهکړو د دوام په موخه د الماني ژبې او ادب زدهکړې ته ورځ تر بلې ډېره لېوالتیا څرګندوي.
د همدې اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ، د څو کلونو لپاره الماني ژبه په ننګرهار پوهنتون کې د اختیاري کورس په توګه د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته تدریس کېده. وروسته، د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د الماني ژبې او ادب د زدهکړې پر زیاتېدونکې غوښتنه او د دې ژبې د ارزښت په پام کې نیولو سره پرېکړه وکړه چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د الماني ژبې او ادب خپلواکه څانګه تأسیس کړي.
په همدې موخه، په ۱۳۹۳ هـ.ل کال کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تشکیل کې، د یوه مسلکي علمي کادر غړي په شتون سره، د الماني ژبې او ادب ډیپارټمنټ په رسمي ډول تأسیس او خپل علمي او اداري فعالیت یې پیل کړ. له تأسیس راهیسې څانګې د تدریس، اداري تنظیم، علمي پرمختګ او د کیفیت د لوړولو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
په ۱۳۹۶ هـ.ل کال کې د دې څانګې د محصلینو ټولیز شمېر )۱۰۰( تنه و، چې له دې ډلې ۸۳ تنه نارینه ۱۷ تنه ښځینه محصلین وو. د محصلینو د علمي ظرفیت د لوړولو او د تدریس د کیفیت د ښه والي په موخه اړین درسي کتابونه، کمپیوټري لابراتوار او د انټرنېټ اسانتیاوې برابرې شوې. که څه هم د انټرنېټ اسانتیاوې موجودې وې، خو د محدود ظرفیت له امله یې د ټولو محصلینو اړتیاوې په بشپړ ډول نه شوای پوره کولای.
د تشکیل له مخې، د یاد شمېر محصلینو د تدریس او علمي روزنې لپاره ۴ تنه د علمي کادر غړي په تدریسي او څېړنیزو فعالیتونو بوخت وو. د څانګې استادانو د هېواد دننه او بهر په بېلابېلو علمي کنفرانسونو، سیمینارونو، ورکشاپونو او اکاډمیکو پروګرامونو کې فعال ګډون کړی، چې د هغوی د علمي ظرفیت د لوړولو، د تدریس د کیفیت د ښه والي او د څانګې د علمي ودې په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.
اوس مهال د الماني ژبې او ادب څانګه د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له فعالو علمي څانګو څخه شمېرل کېږي او د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د معیارونو په رڼا کې د مسلکي کادرونو د روزنې، علمي څېړنو د پراختیا، د تدریس د کیفیت د لوړولو او د ملي او نړیوالو علمي همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپلو علمي او اکاډمیکو فعالیتونو ته ادامه ورکوی.