ختیځ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۳
picture

ددې لیدنې پر مهال چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح  او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت هم موجود وو، راتلونکي کې د دواړو ادارو تر منځ په ګډو همکاریو خبرې وشوې.
ختیځ زون لپاره د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي عطاء الله ساحل د خپلو خبرو پر مهال د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته د خپل شرکت په اړه معلومات ورکړل او بېلابېلو دولتي او خصوصي بنسټونو سره خپلو ترسره کړیو همکاریو باندې یې رڼا واچوله.
نوموړي ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه یو ستر او معتبر علمي مرکز یاد کړ او زیاته یې کړه، شرکت یې هوډ لري چې په راتلونکي کې ننګرهار پوهنتون سره په اکاډمیکه او رغنیزه برخه، ظرفیت لوړونې برنامو، عملي زده کړو او محصلینو ته کاري فرصتونو برابرولو کې همکاري وکړي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په خپلو خبروکې د دولتي او خصوصي ادارو تر منځ د ګډو همکاریو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون یو شمېر برخو کې اړتیاوې یې د یاد مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره شریکې کړې.
نوموړي دغه راز ننګرهار پوهنتون سره د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له پخوانیو همکاریو مننه وکړه. 
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu