د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو او استادانو سره غونډه وکړه.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۱۰
انځور

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره مل هیئت د ننګرهار پوهنتون او په ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو، استادانو او د دعوت او ارشاد له مسؤلینو سره غونډه وکړه او د دعوتي او اصلاحي چارو د لا ښه والي، مؤثریت او کاري همغږۍ په اړه یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړې.
غونډه د ننګرهار پوهنتون په جامع مسجد کې جوړه شوې وه، چې په پرانیستونکې وینا کې یې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امر مولوي اعجازالحق زَلِف راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ، چې د پوهنتون رهبرۍ سره په همغږۍ او د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې محصلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره په دوامداره توګه دیني، اصلاحي، علمي او روزنیزې برنامې ترسره کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ حکمت الله حکمت په خپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد د چارو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د پوهنتونونو علمي چاپېریال باید د اسلامي ارزښتونو، حسنه اخلاقو او سالمې فکري روزنې محور وي او سپارښتنه یې وکړه، چې استادان باید د خپل علمي او تدریسي رسالت ترڅنګ د دعوت او ارشاد مسؤلینو سره په ګډه د محصلینو په عقیدوي، فکري، اخلاقي او ديني روزنه کې فعاله ونډه واخلي.
 نوموړي وویل، چې د استادانو مقصد باید محصلینو ته یوازې د مسلکي پوهې انتقال نه وي، بلکې د هغوی داسې روزنه وکړي، چې له علمي او مسلکي وړتیا سره سره په دیني ـ فکري لحاظ غښتلي وي، د حالاتو د سم تحلیل او د دوست او دښمن د پېژندلو وړتیا ولري.
د دعوت او ارشاد رئیس په پای کې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د اسلام مبارک دین احکام او لارښوونې د خپل ژوند اساس وګرځوي، د نظام د مشرتابه حفظه الله فرامین په پوره اخلاص تطبیق او د نظام ملاتړ وکړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu