د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مصنوعي ځیرکتیا په اړه معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
د ننګرهار پوهنتون د مختلفو پوهنځیو نوښتګرو محصلینو ته د مصنوعي ځیرکتیا د پېژندنې، کارونې، فرصتونو او اغېزو په هکله معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار چې د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا ترتیب شوی و، پر مهال یې د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنیار کامران خان شینواري د موضوع په تړاو محصلینو ته پراخه او ارزښتمن معلومات وړاندې کړل.
سيمینار کې د مصنوعي ځیرکتیا تاریخچې، ډولونو، بېلابېلو عرصو کې سالمې کارونې، مثبتو او منفي اغېزو، اسانتیاوو،ګټو او اړوندو نورو مسایلو په هکله خبرې وشوې.
د سيمینار په پای کې محصلینو خپلې پوښتنې او نظریات شریک کړل، چې د وړاندې کوونکي استاد له لوري ورته لازم ځوابونه او توضیحات ورکړل شول.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
