د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې څخه (۳۷) تنه فاضلان فارغ شول.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۳:۵۹
picture

ننګرهار پوهنتون کې د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ دوره کې ۳۷ تنه فاضلان چې د افتاء او قضاء په څانګه کې یې د تخصص (دکتورا) تر کچې دوه کلنې زده کړې ترسره کړې، فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون په جامع مسجد کې د فراغت غونډه جوړه شوې وه، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د دیني تخصصاتو او جامعاتو لوی رئیس، د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې رئیس او مرستیالانو، د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو، د ولایتي ادارې مسؤلینو، د هېواد جیدو علماوو او شیوخ کرامو، دعوت او ارشاد مسؤلینو، نومیالیو نعت خوانانو، ترانه ویونکو، شاعرانو او د فارغو فاضلانو د کورنیو غړیو او خپلوانو په کې برخه لرله.
غونډې ته په وینا کې د لوړو زده کړو محترم وزارت د دیني تخصصاتو او جامعاتو لوی رئیس شیخ اسد الله فرید د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې په لومړۍ دوره فراغت خوښي څرګنده کړه او یاده لاسته راوړنه یې د هېواد په داخل کې د علم، افتاء او قضاء په عرصه کې د مسلکي علماوو د روزنې لپاره بختور پیل وباله.
نوموړي د افتاء او قضاء څانګې د یادو فارغو متخصصینو په روزنه کې د هغوی د استادانو هڅې د قدر وړ یادې کړې او زیاته یې کړه، چې لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې د هېواد په کچه دیني تخصصي پروګرامونه لا زیات منظم او پیاوړي کړي، څو فارغېدونکي علماء کرام او د شرعي علم متخصصین د معاصرو ستونزو لپاره د شریعت په رڼا کې علمي او عملي حل لارې وړاندې کړي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې رئیس مفتي عبدالوارث بسام، د یادې جامعې د علمي چارو مرستیال مفتي عطاء الله حکيمي، د جامعې د افتاء او قضاء څانګې استاد مفتي شاهدالله حقاني او نورو ویناوالو د فارغانو کورنیو ته مبارکي ورکړه، فارغو فضلاء کرامو ته یې په مختلفو برخو کې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ورته یې وویل، چې د خپل بصیرت، تحقیقي وړتیاوو او مهارتونو پر مټ د افتاء او قضاء په میدان کې د عدالت، اعتدال او علمي استدلال غوره مظاهره وکړي، اسلامي ارزښتونه خپاره او مسلمانانو ته یې لارښوونه وکړي.
هغوی همدارنګه ټینګار په دې وکړ، چې فارغ علماء کرام دې خپل علم د تقوا، اخلاص او خدمت له روحیې سره یو ځای او د ټولنې د اصلاح او عدالت د ټینګښت لپاره دې هڅې وکړي.
غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu