د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، د استادانو علمي ترفیعاتو کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د اسلامي نظام د ساتنې او دفاع په موخه کابل کې د دیني علماء کرامو جوړه شوې غونډه کې د خپل ګډون، ایران هېواد ته د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ صاحب د سفر او لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا غونډې په هکله معلومات د مجلس له غړو سره شریک کړل.
نوموړي په اکاډمیکه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د ټولو منسوبینو هڅې وستایلې او لا زیات یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور قدرت الله عمرخېل د پوهنتون تحصیلي نصاب په هکله وغږېد او د بهتروالي په موخه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد او د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم خان سعید د اجنډا له مخې د شورا له غړو سره د لیسانس او فوق لیسانس برنامو لا معیاري کولو، محصلینو عملي زده کړو، د علمي او تدریسي امکاناتو او لابراتواري تجهیزاتو چمتو کولو، علمي څېړنو پراختیا او استادانو او محصلینو ظرفیت لوړونې برنامو په هکله بحثونه وکړل او په اړه یې لازم نظریات شریک شول.
په یاده غونډه کې همدارنګه د پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال له خوا شورا سره د اقلیم بدلون ملي کنفرانس د ترسره کولو طرحه شریکه شوه او د بېلابېلو پوهنځیو او څانګو د کړنو راپورونه تائید شول. 
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني او لغمان پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۶ کیسونو او یو شمېر متفرقه مسایلو په اړه هم بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu