د ننګرهار پوهنتون ۴۰۰ تنو محصلینو ته د کمپیوټر زده کړې کورس پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت له خوا د دې پوهنتون د څوارلسو پوهنځیو (۴۰۰) تنو محصلینو ته د کمپیوټر مختلفو پروګرامونو د زده کړې کورس پیل شو، چې څلور میاشتې به دوام وکړي.
د مسؤلینو په وینا، د یاد کورس تدریسي بهیر به د اقتصاد پوهنځي په ودانۍ کې جریان ولري او محصلین به په کې سهار او ماسپښین وختونو کې زده کړې ترسره کوي.
په همدې موخه د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریتونو مسؤلینو او ګڼو محصلینو برخه لرله.
د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت د کمپیوټر کورس په اهمیت وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې د خوښۍ ځای دی چې محصلین د خپلو مسلکي زده کړو تر څنګ نورې معلوماتي او مهارتي برنامې تعقیبوي.
نوموړي د محصلینو ښې روزنې په هکله د پوهنتون ادارې او په ټوله کې د نظام په ژمنتیا بحث وکړ او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د دایر شوي کورس څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د محصلانو خدمتونو همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي د خپلې وینا پر مهال د غونډې ګډونوالو ته د پیل شوي کورس په اړه معلومات ورکړل او محصلین یې وهڅول، چې په پوره علاقې درسونو کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم محصلینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د کمپیوټري زده کړو او د داخلي او بهرنیو ژبو کورسونه او برنامې دایرې شوې دي.
یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل الله معصوم په وینا او دعا سره پای ته ورسېده.