د ننګرهار پوهنتون ازموینو کمېټې ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه.
په نوموړې کاري ناسته کې د تېر سمستر اخیستل شویو نهايي ازموینو اړوند مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د غونډې پر مهال د ازموینو مرکزي کمېټې مسؤلینو له خوا د تېر سمستر نهايي ازموینو د ارزونې ګذارش د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي سره شریک شو، چې د هغه له خوا مثبت ارزیابي او د کمېټې د غړو د فعالیتونو او هلو ځلو څخه یې مننه وکړه.