د شرعیاتو پوهنځي علمي کادر بستونو اعلان!
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:
ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې د دوکتورا ، یا ماسترۍ په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د ۱۴۴۴/۳/۲۷ مطابق ۱۴۰۱/۸/۱ نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۴/۱۹ مطابق ۱۴۰۱/۸/۲۲ نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره