د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
Sat, Oct 16 2021 9:54 AM
image

 

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون فوق العاده استازي، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي ترفیعاتو کیسونو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د شورا غړو ته د ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي څانګې د ماسترۍ پروګرام د ایجاد مبارکي وویله او هغه یې د پوهنتون لپاره ستره علمي لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي وویل: د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې د فوق لیسانس برنامې نورو پوهنځیو ته وغځوي، چې په دې لړ کې به ډېر ژر د کرنې په پوهنځي کې هم د ماسترۍ پروګرام رامنځته شي.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د درسونو د پیل لپاره د چمتووالی، د حاضریو کنترول او د چاپېریال د پاکۍ په اړه مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د تضمین کیفیت پروسې پر دوام، د فوق لیسانس برنامو ارزونې او د انلاین کورسونو د ثبت پر پروسې ټینګار وکړ او د پوهنځیو له مسؤلینو یې د یادو چارو د راپورونو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار ولایت لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت د خپلو تېرو کړنو ګزارش د شورا غړو ته وړاندې کړ.

نوموړي وویل: د پوهنتونونو او استادانو د امنیت موضوع د امنیتي مسؤلینو سره شریکول، د خصوصي پوهنتونونو او موسساتو د څارنې او ارزونې لپاره د کاري کمېټو جوړول، د یادو پوهنتونونو د فیسونو کمولو موضوع، چې په بدل کې به یې د لوړو زده کړو وزارت پرې مالیه کموي، د لیلیو د وضعیت ارزونه او د ستونزو د حل لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د پوهنتون د قراردادونو بررسي، د سولې مرکز او نورو مرستندوی بنسټونو سره کاري ناستې او نور هغه څه دي، چې په تېره یوه میاشت کې ترسره شوي.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون سربېره د کونړ سید جمال الدین افغاني او لغمان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۱۵ او د رتبې تثبیت ۱ کیسونو او د ځینو نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS

User account menu